د کاپیسا د امنیې قومانداني مسوولان وايي، وسلهوالو کسانو د دغه ولایت په الهسای ولسوالي کې دوه ښځې په مرمیو ویشتي او وژلې دي.
سلاموطندار پر فېسبوک وڅارئ
د کاپیسا د امنیې قومانداني ویاند عبدالفتاح فایز سلاموطندار ته ویلي چې وسلهوالو کسانو د پنجشنبې مازدیګر څلورنیمې بجې د الهسای ولسوالي په پاچاقوم حسناباد کې دغه ښځې وژلې دي.
هغه په دې اړه نور جزیات نه ورکوي، خو زیاتوي چې د پېښې عاملان پېژندل شوي، خو له سیمې تښتېدلي او امنیتي ځواکونه یې په اړه پلټنې کوي.
د کاپیسا د امنیې قومانداني ویاند د دې پېښې اصلي لامل کورنۍ دوښمني بولي.
سلاموطندار پر اېکس هم وڅارئ
د یادونې ده چې تر دې مخکې هم وختناوخته په کاپیسا او یوشمېر نورو ولایتونو کې ورته پېښې شوې دي.