د درخشان ټولنې مسوول بشیر فروغ وايي، دا نندارتون د کلیوالو میرمنو د ظرفیت لوړولو په موخه جوړ شوی، څو د دغو مېرمنو لاسي صنایو لپاره بازار موندنه وشي.

فروغ وایي، په دغه ولایت کې مېرمنې د خپلو کورنیو د لګښتونو پوره کولو په موخه په بېلابېلو برخو لکه، ګلدوزي، خیاطي، د مرۍ ګنډلو، خامک‌دوزي او ورته نورو برخو کې پر کار بوختې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي، د دې ترڅنګ چې دا کار د مېرمنو لپاره ګټور دی، ښه عاید هم ترلاسه کوي او د مېرمنو لپاره یې د بوختیا زمینه هم برابره کړې ده.

په همدې حال کې یو‌شمېر مېرمنې چې دغه نندارتون کې یې خپل لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړي وايي، پخوا یې اقتصادي وضعیت ښه نه وو چې د دغو لاسي صنایو په پلورلو سره د خپل کور د اقتصاد په غوړېدا کې هم برخه اخلي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

جوزجان کې د اکتید دفتر څو مودې وړاندې هم د بازار موندنې په موخه د بې‌وزله مېرمنو لسګونه قلمه لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړې وې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام