کابل کې د غوره ملي خدمتونو دویم نندارتون پرانېستل شو

د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه د غوره ملي خدمتونو د نندارتون دویم پړاو د پنجشنبې ورځ د کابل ښار په دارالامان ماڼۍ کې پرانېستل شو. دغه څلور ورځنی نندارتون د اطلاعاتو او فرهنګ او اقتصاد وزارتونو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې او یوشمېر صنعت‌کارانو له‌خوا د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه جوړ شوی دی.

سرپل کې د خولۍ‌ګنډلو صنعت په ورکېدو دی

په سرپل کې د خولیو ګنډونکي وايي چې د خولۍ ګنډلو صنعت د دغه ولایت مهم لاسي صنایع دي، خو اوس دغه لرغونی صنعت له ورکېدو سره مخامخ دی.
د دوی په وینا، پخوا د دغه صنعت بازار ښه و، خو د بهرنیو خولیو له واردېدو سره ۷۰ سلنه ښځو خپل کاروبار له لاسه ورکړی دی.

په بامیان کې د ښځو د لاسي صنایعو دوه‌ورځنی نندارتون پرانېستل شو

په بامیان ولایت کې د ښځو د لاسي صنایعو دوه‌ورځنی نندارتون پرانېستل شو. د دغه نندارتون موخه د صنعت‌کارانو، په تېره د ښځینه سوداګرو ملاتړ، د کورنیو تولیداتو ښه‌ کېدل او په کور دننه او بهر کې یې لپاره بازارموندنه ښودل شوې ده.

کابل کې د متشبثو او سوداګرو ښځو ملي غونډه او نندارتون جوړ شول

یوشمېر متشبثو او سوداګرو ښځو نن په کابل کې د خپلو ستونزو شریکولو او نندارې ته د تولیداتو اېښودلو په موخه «د متشبثو او سوداګرو ښځو ملي غونډه او نندارتون» دوه‌ورځنی پروګرام پیل شو.
دغو ښځو په یاد نندارتون کې په خپلو لاسونو جوړ کړي دستکولونه، غالۍ، ګلیمونه او نور لاسي صنایع نندارې ته ايښي دي.

تخار کې نجونو زده‌کوونکو د لاسي‌ صنایعو تولید ته مخه کړې؛ سوداګر: بازار نه‌لري

هېواد کې د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل‌کېدو څخه وروسته ګڼ‌شمېر نجونو زده‌کوونکو او زده‌کړیالانو تخار کې د لاسي صنایعو تولید ته مخه کړې ده.

برښنا چې د تخار د یوه ښوونځي د لس ټولګي زده‌کوونکې ده، وايي چې د وزګارتیا له امله اړ شوې چې د لاسي صنایعو تولید برخه کې ځان ته بوختیا پیدا کړي.

هرات کې د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو نندارتون جوړ شو

نن په هرات کې د کورنیو تولیداتو او د دغه ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست د مسلکي او هنري څانګې فارغانو د لاسي صنایعو درې‌ورځنی نندارتون جوړ شو. د دغه نندارتون د جوړېدو موخه د ښځو د تولیدي محصولاتو پراختیا او هغو ته بازارموندنه ښودل شوې ده.

کابل کې د اقتصادي بهیر د پیاوړتیا دیارلسم نړیوال نندارتون جوړ شو

افغان سوداګرو او پانګه‌والو نن په کابل کې د سوداګرۍ او صنایعو او د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو په همکاري د اقتصادي بهیر د پیاوړتیا دیارلسم نړیوال نندارتون جوړ کړ. د سوداګرو او پانګه‌والو ټولنې حقوقي سلاکار محمدعاطف داعي وايي، د دغه نندارتون د جوړېدو موخه یې کورنیو محصولاتو، لاسي صنایعو او تولیداتو ته ښه بازارموندنه ده.

بلخ کې د ښځو لاسي صنایعو درې‌ورځنی نندارتون جوړ شو

د ښځو لاسي صنایعو درې‌ورځنی نندارتون نن د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې جوړ شو. ۶۰۰ ښځو په دغه نندارتون کې خپل لاسي صنایع نندارې ته ايښي، څو یې لپاره پېرودونکي ومومي.
د ښځو په لاس جوړ شوي څیزونه او د هغوی تولیدات په ۸۰ غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي دي.

خوست کې د لاسي صنایعو نندارتون جوړ شو

خوست کې نن د افغانستان پرمختیايي او مسلکي موسسې له‌خوا د لاسي صنایعو ننداراتون جوړ شوی و چې په‌کې د نارینو ترڅنګ ښځو هم خپل لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړې وې.

روزګان کې د سوداګرو ښځو کاروبار په ټپه درېدلی

روزګان کې هغه ښځې چې پخوا به يې د لاسي صنايعو د تولید او نورو بېلابېلو برخو کې فعالیت کاوه وايي، هېواد کې د سياسي بدلون، د اسلامي امارت نه پام، بې‌وزلي او د بازار نه‌شتون له امله یې کارونه په ټپه درېدلي او ګڼو ستونزو سره مخ دي.

نیمروز کې د لاسي صنایعو د کارخونو تړل‌کېدو سره ګڼ‌شمېر ښځې وزګاره شوي

عایشه دُرانۍ نیمرزو کې یوه له هغو ښځو څخه ده چې کلونه یې دغه ولایت کې د لاسي صنایعو د تولید په برخه کې کار کړی. نوموړې وايي، څه باندې څلور میاشتې کېږي چې د سیاسي بدلونونو او د ښځو لاسي صنایعو څخه د نه ملاتړ له امله وزګاره او په کور شوې ده.