Asset 1SWN

کابل کې د متشبثو او سوداګرو ښځو ملي غونډه او نندارتون جوړ شول

۳۳

یوشمېر متشبثو او سوداګرو ښځو نن په کابل کې د خپلو ستونزو شریکولو او نندارې ته د تولیداتو اېښودلو په موخه «د متشبثو او سوداګرو ښځو ملي غونډه او نندارتون» دوه‌ورځنی پروګرام پیل شو. دغو ښځو په یاد نندارتون کې په خپلو لاسونو جوړ کړي دستکولونه، غالۍ، ګلیمونه او نور لاسي صنایع نندارې ته ايښي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د میدان وردګ اوسېدونکې زهرا امان وزیري چې دغه نندارتون کې یې ګډون کړی، وايي: «موږ په دغه نندارتون کې دستکولونه چې د امریکا، اروپا په سبک او نوي افغاني ډیزاینونه لري، ځینې پخواني او انتیک وسایل مو نندارې ته ايښي دي. زموږ دا محصولات پخواني دي. موږ اقتصادي ستونزې لرو، خو تولیدات مو ښه دي، خلک یې خوښوي.»

په همدې حال کې یوه بله سوداګره نظیفه نثار چې دغه نندارتون کې یې ګډون کړی وايي، د ۹۰ سلنه کار او بازار سقوط یې انګېزه ترې اخیستې او نه‌شي کولای د تېر په څېر خپل کار ته دوام ورکړي.

نوموړې زیاتوي: «زموږ تولیدات افغاني یخنونه او لاسي صنایع چې ټول په لاس پرې چُرمې، مرۍ، صدفونه او نور څیزونه پرې ګنډل شوي دي. په لاس ګنډل شوي ګرافونه، خامکونه او نور دي. نږدې ۲۰ ښځې راسره کار کوي. مخکې مو پلور درلود، کار مو اسانه و، خو اوس هټۍ نه لرو، پلور مو کم شوی او یوازې انلاین کار کوو. کار مو ۹۰ سلنه کم شوی دی.»

بله‌خوا د افغان ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې لومړۍ مرستیاله فرېبا نوري بیا د دې غونډې او نندارتون جوړولو موخه د کابل او ولایتونو د ښځو ترمنځ تفاهم او د نظرونو شریکول بولي.

هغه وايي: «د ټولو ولایتونو ۱۲۰ متشبثو ښځو ګډون کړی. شاوخوا ۳۰ غرفې دي چې د څو سکټورونو اړوند دي. تولیدات یې لاسي صنایع، زر او قیمتي ډبرې دي. محصولات یې تولیدي او صنعتي دي.»

 د افغان ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د بورډ غړې فورا نوري هم وايي: «موږ شپه او ورځ کار کړی چې ښځې سره را ټولې کړو، له بېلابېلو ولایتونو له هر ولایت نه مو له درېوو تر څلورو ښځې را غوښتي، څو خپل سوداګري توکي نندارې ته کېږدي، سوداګرې خپلو کڅې سره هوکړې وکړي، یو د بل ستونزې واوري، ټول خپلې ستونزې موږ سره او موږ یې بیا دولت سره شریکې کړو.»

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري هم د دغه نندارتون په پیلیزه غونډه کې وویل، هڅه کوي چې د کورنیو تولیداتو هراړخیز ملاتړ وشي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، د کورنیو تولیداتو په کارولو سره نه یوازې د خصوصي سکټور ملاتړ کېږي، بلکې د هېواد اقتصاد هم ورسره وده کوي.

د یادې غونډې او نندارتون ګډونوالو اندېښنه وښوده چې د اومه توکو بیې لوړې شوي او د خلکو د غوښتنې کمېدو له کبله د تولیداتو کچه هم کمه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنېدو او پر ښځو د محدودیتونو له لګېدو وروسته ګڼ‌شمېر ښځو خپل سوداګریز فعالیتونه پريښي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام