روزګان کې هغه ښځې چې پخوا به يې د لاسي صنايعو د تولید او نورو بېلابېلو برخو کې فعالیت کاوه وايي، هېواد کې د سياسي بدلون، د اسلامي امارت نه پام، بېوزلي او د بازار نهشتون له امله یې کارونه په ټپه درېدلي او ګڼو ستونزو سره مخ دي.
دغه مېرمنې زیاتوي چې له دې مخکې به يې د خامک او غاړو جوړولو په څېر بېلابېل ډوله لاسي صنایع بازار ته وړاندې کولې چې ورسره به یې د خپلو کورنیو اقتصادي چارې مخ ته وړې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
روزګان کې سوداګره ناز بيبي وايي چې پخوا به يې يو لاس ګنډ په ۱۰زره افغانۍ پلورل کېده، خو اوس په ۵ زره افغانۍ هم نه پلورل کېږي.
نوموړې وویل: «پخوا به لاښه وه، يو شی به پاته کېده، اوس خو هېڅ شی نشته. زموږ لاسي صنايع هېڅ په خرڅلاو نه رسېږي. نه پوهېږو چې څه وکړو دغه حال پر موږ تر سياسي بدلون وروسته راغلی. ما خپله د خپل لاسي صنايع تر ډېرو لرو سيمو وړې، خو نه پلورل کېږي.»
ملکه بله هغه مېرمن ده چې د لاسي صنايعو ترڅنګ به یې کورني حيوانات روزل، خو اوس چې هېواد کې اقتصادي ستونزې زیاتې شوي، هغه هم له فعالیت څخه پاتې شوې ده.
دغه سوداګرې ښځې له اسلامي امارت څخه غواړي چې د سوداګرو مېرمنو وضعیت ته پام او مرسته ورسره وکړي.
«موږ بیخي زياتو ستونزو کې يو محدوديتونه هم دي او زموږ د لاس مزدوري هم ګټه نه کوي پخوا چې به موږ د لاس کار په يوه مياشت کې وکړي لس زره افغانۍ به يې برابره کولي خو اوس پنځه زره افغانۍ هم نه ورڅخه برابريږي.»
د روزګان د والي وياند مولوي ولي جان پوهنيار سلاموطندار ته وويل، هڅه کوي هغو مېرمنو ته چې د کورنیو سرپرستي ور په غاړه ده او دامهال اقتصادي ستونزو سره مخ دي، د کار زمينه برابره کړي.
«داډير ښه کار دی چې زموږ خوندي وغواړي کار وکړي موږ ددغه کار هرکلی کوو هغه خوندی چې حرفوي زده کړي ولري او دامهال وزګاري دي ولايت مقام به يې انشاالله خيريه موسيساتو ته معريفي کړي.»
د یادونې ده چې ښځو تل د لاسي صنایعو د تولید په برخه کې مهم رول لوبولی او هڅه یې کړې چې له دې لارې د خپلو کورنیو اقتصادي اړتیاووې پوره کړي.
خو دې وروستي یوه کال کې د فقر او بېکارۍ کچې په زیاتېدو سره نهیوازې د سوداګرو مېرمنو، بلکې د هرې برخې کارونه ټکني شوي دي.