د هېواد د لوېديځې حوزې د ښځو د سوداګرۍ او صنايعو خونې مسوولانو نن د هرات ښار په «٥٠-٥٠» تفريحي پارک کې د «جمعه بازار» په نوم د ښځو د لاسي صنايعو نندارتون پرانيست.

د مسوولانو په وينا، ټاکل شوې دغه نندارتون هره جمعه په هرات كې جوړ شي او يوازې ښځې به كولاى چې د ماسپښين له ۲ د شپې تر ۱۲ بجو د مېرمنو توليدي محصولاتو او لاسي صنايعو څخه ليدنه وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هرات د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې رييسه نرګس هاشمي وایي چې د دغه نندارتون موخه د لوېديځې حوزې د ښځينه متشبثينو د سوداګرۍ وده او لاسي صنایعو ته يې د بازار موندنه ده.

هغې وویل چې د هرات د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د بیا فعالیت له پیل راهیسې له کوم خنډ پرته خپل فعالیت ته دوام ورکړی دی. هاشمي زیاته کړه، هڅه کوي چې د افغان مېرمنو لاسي صنایع بهر ته هم صادرې کړي.

په همدې حال کې د هرات یوشمېر ښځینه سوداګرې د دغه ډول نندارتونونو د پرانستو هرکلی کوي او وایي چې د لاسي صنايعو توليد او پلور ورځ تر بلې د  ښه کېدو په حال کې دی او ډېری ښځې بېرته خپلو کارونو ته ستنېږي.

لطیفه سروري چې په دغه نندارتون کې یې خپلې لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړي، د اسلامي امارت له مسوولانو څخه غواړي چې د لوېدیځې حوزې ښځینه سوداګرو د لاسي تولیداتو پلور لپاره مشخص ځای برابر کړي، څو په ښه توګه خپل کارونه پرمخ بوځي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په دې نندارتون کې د ګنډلو، حکاکۍ، غالۍاوبدلو، عکاسۍ، ګاڼو او نورو لاسي صنایعو په برخو کې د ښځو لاسي صنایع نندارې ته اېښودل شوي دي.

دغه نندارتون داسې مهال جوړېږي چې د اسلامي امارت له واکمنۍ راهیسې، تراوسه د هرات سوداګرې ښځې په نورو ورته نندارتونونو کې یې خپلې لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام