د هرات د ښځو د سوداګرۍ او پانګونې خونې د سه‌شنبې په ورځ د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د « متشبثو ښځو د کورنیو تولیداتو» تر نوم لاندې نندارتون جوړ کړ.

د هرات د ښځو د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشره نرګس هاشمي د دغه نندارتون موخه  د ښځو  د لاسي صنایعو او تولیداتو وده بولي او وايي، هڅه کوي چې د دغه ډول نندارتونونو په جوړولو سره په کور دننه او بهر کې د ښځو تولیدات وپلوري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نرګس هاشمي وویل: « دوی توانیدلي چې خپل محصولات راوړي او دلته وپلوري. د دې لپاره چې اختر هم نږدې دی وموغوښتل چې یو نوښت وشي څو مېرمنې وکولی شي د اختر په شپه خپل محصولات وپلوري، ټول محصولات لکه هغه کسان چې د شاتو مچیو روزنه کوي او همداراز قالین، وچوه میوه لمده میوه ټول پکې شامل دي او دغه‌راز هغه محصولات چې ښځې جوړوي.»

په همدې حال کې یو شمېر سوداګرې او هغه ښځې چې دغه نندارتون کې یې تولیدات نندارې ته وړاندې شوي وايي، روانو شرایطو کې د دغسې نندارتونونو جوړول کار او سوداګرۍ ته هیله‌مندې کړي.

هرات کې د ملکه‌جامي په نوم د خوراکي توکو د پروسس او بسته‌بندۍ شرکت رییسه نفس ګل وایي: « دا د ښځو فعالیتونو لپاره یوه هڅونه ده، او مېرمنې دې له دې وروسته هیلمندې واوسي، خپل کار سره دې لا زیاته لیوالتیا ولري. هیله لرو چې کورنۍ او بهرنۍ نندارتون جوړ شي.» او د سوداګرو ښځو د ټولنې غړې بینا صدیقي وايي:

د هرات د اطلاعات او فرهنګ رییس نعیم‌الحق حقاني چې دغه نندارتون کې یې ګډون کړی وو وویل، اسلامي امارت د سوداګرو او متشبثو مېرمنو څخه د اسلامي نظام په چوکاټ کې ملاتړ کوي څو هغوی د سولې او ارامه فضا کې خپلو سوداګریزو چارو ته ورسېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په هرات کې د ښځو د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، دا د لاسي او تولیدي توکو لومړنی نندارتون دی چې په دغه ولایت کې جوړېږي او دوی هڅه کوي چې د سوداګرو ښځو ملاتړ نور هم ډېر کړي. یاد نندارتون به د ۴ ورځو لپاره به پرانیستی وي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام