د هرات پښتو زرغون ولسوالۍ کې يوه سړي له واده دوه ورځې وروسته ويلي چې ناوې مېرمن يې «باکره» نه ده او طالبانو ته ورغلی چې مېرمن یې صحرايي محاکمه کړي.

دغه نوې واده شوې مېرمن له شل ورځو لالهاندۍ وروسته نن له خپل ورور سره هرات ښار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي کميسيون ته ورغلي تر څو د خپل وقار د ساتلو او ځان د طالبانو له صحرايي محاکمې و ژغوري.

عزیزه «مستعار نوم» ۱۶ کاله عمر لري او درې کاله وړاندې يې د ۷۰۰ زرو مهر په بدل کې  نکاح وکړه او ۲۰ ورځې وړاندې يې د ۲۵۰ زرو افغانيو په ورکولو سره واده وکړ او د خپل خاوند کور ته لاړه؛ خو له واده دوه ورځې وروسته يې خاوند له نوموړې د مهر غوښتنه کړې او د ياد ولايت اوبې ولسوالۍ کشميران سيمې ته طالبانو ته ورغلی چې مېرمن يې محاکمه کړي.

عزیزه سلام‌وطندار ته وايي، طالبانو په ځلونو ګواښلې چې د دوی محکمې ته حاضره شي. دغه ناوې وايي، حاضره ده چې خپله د بکارت پرده وازمويي؛ خو خاوند يې نه حاضرېږي.

نوموړې خبرداری ورکوي، که عدلي بنسټونه يې غوښتنو ته رسېدنه ونه کړي، ځان به ووژني.

د عزيزې ورور  وکیل‌احمد « مستعار نوم» چې ستونی يې ډک دی وايي، طالبان به يې بې‌ګناه خور سنګسار کړي. د نوموړي په وينا، حکومتي مسوولانو يې تر اوسه شکايت ته لږ پام هم نه دی کړی.

هرات کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي کميسيون غړې فاطمه خاوري د يادې قضيې په تاييد سره وايي، عزیزه حاضره ده چې بکارت پرده وازمويي؛ خو د جذا کوډ د ۶۴۰مې مادې د تعديل له کبله تر هغه یې چې خاوند په دې اړه شکايت ونه‌کړي، د بکارت ازمويل نه کېږي.

د هرات د ښځو چارو رياست حقوقي مديره سمیه طاهري هم وايي، د ياد ولايت ټول عدلي بسټونه له دې قضيې خبر دي؛ د جذا کوډ د تعديل له کبله تر هغه یې چې خاوند حاضر نه‌شي، د بکارت ازمويل نه کېږي.

د سميې طاهري په وينا، د عزيزې خاوند له طالبانو په ځلونو غوښتي چې مېرمن يې صحرايي محاکمه کړي. نوموړې وايي، دغه قضيه د پرمختګ په حال کې ده او رسېدنه ورته کېږي.

د هرات ولایت د حج او اوقافو رييس عبدالخالق حقاني د یادې موضوع په اړه وايي، هېڅ کس نه‌شي کولای له شواهدو پرته پر خپلې مېرمن داسې تور پورې کړي.

د حقاني په وينا، د ديني اصولو پر بنسټ، تر هغه چې څلور هوښيار، بالغ او عادل نارينه کسان شاهدي ور نه کړي چې ښځه باکره نه ده، دا ډول تورونه د منلو نه دي. د نوموړي په وينا، تور لګوونکی به د بې‌ځايه تور لګولو له کبله ۸۰ درې وهل کېږي.

  • تصویر: فرزانه واحدي

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام