له هرات وروسته د کابل، خوست، تخار، ننګرهار او بدخشان ولایتونو ډېری اوسېدونکو د افغان ځواکونو په ننګه او له طالب ډلې د کرکې په موخه د «الله اکبر» نارې وکړې. خلک داسې مهال واټونو ته راووتل چې په یوشمېر ولایتونو کې جګړې زور اخیستی او طالبانو د څو ولایتونو په ښارونو کې د جګړې سنګر تود ساتلی دی.

د افغان ځواکونو په ملاتړ او طالبانو پر ضد د «الله اکبر» ناره لومړی هراتیانو اوچته کړه چې بېګاه په نورو ولایتونو کې هم په پوره شور بدرګه شوه. هراتیانو له دې سره هم‌مهاله په ټولنیزو رسنیو کې هم د «هرات پاڅون» په نوم هشټګ جوړ کړ او امنیتي او دفاعي ځواکونو ورسره جوخت د طالبانو پر وړاندې ډېر پرمختګ وکړ.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کابل، خوست، ننګرهار، تخار او بدخشان اوسېدونکو بېګاه د «الله اکبر» په نارو له هراتیانو سره همغږي شول او د هرات پاڅون ته یې تازه ساه ورکړه.

د کابل اوسېدونکو بېګاه نهه بجې د ښار واټونو او کوڅو ته په راوتلو او د کورونو بامونو ته په ختلو او د «الله اکبر» په نارو سره یو ځل بیا طالبانو ته وښوده چې تل به د افغان ځواکونو ترڅنګ ولاړ وي او ملاتړ به یې کوي.



د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هغه ویډیو چې پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې، ښيي چې یوشمېر هېوادوال ورسره اوږه په اوږه روان دي او د «الله اکبر» په نارو سره د مزدورو طالبانو پر ضد د مرګ او د «ژوندي دې وي امنیتي ځواکونه» شعارونه ورکړل. تېره شپه د دغو غږونو ترمنځ د ماشومانو غږونه هم اورېدل کېږي.

د پوهنتون استادې او مدني فعالې حمیرا قادري هم پر خپلې پاڼې یوه ویډیو خپره کړې چې له خپل زوی سره یوځای د «الله اکبر» نارې وهي.

پر کابل سربېره، په خوست او ننګرهار کې د «الله اکبر» نارې د بدرګه کېدو خپرې شوې ویډیوګانې هم ښيي چې یوشمېر ځوانان د افغانستان له ملي بیرغ سره سړکونو ته راوتلي او د «الله اکبر» نارې ترڅنګ، «مرګ د افغانستان پر دښمنانو!» شعارونه ورکوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په تخار کې د سلام‌وطندار خبریال وايي، تېره شپه د تالقان ښار اوسېدونکي چې د هرات له پاڅون او خلکو څخه په ملاتړ د خپلو کورونو بامونو ته ختلي او سړکونو ته راوتلي وو، د طالبانو او داعشیانو پر ضد او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ یې شعارونه ورکول. د هغه په خبره، تخاریانو د جګړې غندنه او د سولې غوښتنه هم کوله.

په ورته وخت کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر وايي، خلک د طالبانو پر وړاندې ولاړ دي او د «الله اکبر» نارې یې ووهلې. د هغه په وینا، د طالبانو پر وړاندې د «الله اکبر» نارې وښوده چې دې ډلې ځان له ملت سره مواجه کړی او په وینا یې، نور به طالبانو د خلکو له لاسه د ارام ساه وا نه‌خلي.

خو د طالب ډلې ویاند ذبېح‌الله مجاهد پر ټویټر لیکلي چې طالبانو په تېرو شلو کلونو کې د الله اکبر شعار په ورکولو سره د امریکایانو پر وړاندې جګړه کړې او دا د امریکایانو د غلامانو او سېکولرانو شعار نه دی. هغه خبرداری ورکړی چې له کاذبو شعارونو څخه نه وېرېږي او له غلامانو سره به د خدای لپاره حساب و کتاب وکړي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم پر خپلې فېسبوک‌پاڼې لیکلي چې طالبان به یوشمېر کسان د «الله اکبر» نارې ویلو له کبله هم ووژني؛ ځکه په خبره یې، همدا یې کار دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام