د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمدرفیق شېرزي سلام‌وطندار ته ویلي چې په دغه ولایت کې د هوا په سړېدو سره د ګازو او ډبرو سکرو نیونې پېښې زیاتې شوې دي.

شېرزی وايي، په تېره یوه میاشت کې هره روځ له ۵ تر ۱۰ ناروغان د ګازو یا ډبرو سکرو د نیونې له کبله په دولتي او خصوصي روغتونونو کې ثبتېږي چې له ډلې یې ۳ هغو خپل ژوند بایللی او پاتې نور د اکسېجن له اخیستو او لازمو لارښوونو وروسته کورونو ته لېږل شوي دي.

شېرزی له خلکو غواړي چې د ګاز نیونې ګواښ د مخنیوي لپاره د ځان ساتنې اړوندې ځانګړې لارښوونې په پام کې ونیسي.

د هرات د حوزوي روغتون د بیړنۍ برخې مسوول فرهاد افضلي هم سلام‌وطندار ته ویلي چې په تېره یوه میاشت کې د هوا په سړېدو سره د دغه ولایت د حوزوي روغتون په بیړنۍ برخه کې د ګاز نیونې ۱۴ پېښې ثبت شوي چې له ډلې یې ۳ هغه مړه شوي دي.

افضلي د ګازو او ډبرو سکرو د نیونې پېښو د زیاتوالي لامل د کورنیو نه پام په ګوته کوي او وايي، ډېری کورنۍ د ویده کېدو پر مهال ګازي بخارۍ روښانه پرېږدي.

په همدې حال کې یوشمېر روغتیایي متخصصان هم له خلکو غواړي، تر هغه چې د ډبرو سکاره سم نه وي تازه شوي، کوټې ته دې نه دننه کوي او د ورځې څو ځله دې د کوټې هوا بدله کړي.

په هرات کې د ګاز نیونې پېښې داسې مهال زیاتوالی مومي چې ولسمشر محمداشرف غني درې کاله وړاندې د ټاپي پروژې د پرانېستلو پر مهال له خلکو سره ژمنه وکړه چې دوه کاله وروسته به د همدې پروژې له لارې د خلکو کورونو ته ګاز ولېږدول شي، خو د درېوو کلونو په تېرېدو سره سره لا هم دا ژمنه نه دي عملي شوې.

کلیدواژه‌ها: // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام