فاریاب ولايت کې په تېرو دوه میاشو کې د طالبانو ۷موټربم چاودنې شوې دي. د ياد ولايت امنیتي مسوولان وايي، طالبانو دې ولايت کې په دې وروستيو کې موټربم بريدونه ډېر کړي دي.

د فارياب د امنيې قومندانۍ وياند عبدالکریم یورش سلام‌وطندار ته وايي، په تېرو دوه میاشو کې ۳ موټربمونو ته طالبانو چاودنې ورکړي او ۴ نور يې موخې ته له رسېدو وړاندې د امنيتي ځواکونو له لوري په نښه شوي او الوځول شوي دي.

دغه چاودنې ډېری يې هغو سيمو کې شوي چې د طالبانو ترکنټرول لاندې دي.

فارياب ولايت کې امنيتي مسوولان وايي، د طالبانو له لوري درې موټربم چاودنو نظاميانو او ملکيانو ته  مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د فارياب د امنيې قومندانۍ وياند عبدالکریم یورش وايي، په دې چاودنو کې ۸ ملکیان او ۴ نظاميان وژل شوي او ۲۴ ملکيان او ۱۱ نظاميان ټپيان دي.

د يورش په وينا، په دې چاودنو کې له ۱۵۰ ډېر دوکانونه، ۲۰۰ کورونه او يو شمېر جوماتونه هم وران شوي دي.

د فارياب والي نقیب‌الله فایق د طالبانو له لوري موټربم چاودنې هسته‌يي بم سره تشبيه کوي او وايي، طالبان په کليو او بازارونو کې ملکي کسان په نښه کوي او د هغوی کورونه ورانوي.

په ورته وخت کې د فاریاب د مدني ټولنې رییس سیدزین‌الدین عابدي د دې ولایت په ولسوالیو کې د بد امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، د هرې ورځې په تېرېدو سره ولسواليو کې جګړې شدت مومي او ډېر ځوانان په‌کې وژل کېږي.

عابدي وايي، حکومت د خلکو او مدني فعالانو غږ ته غوږ نه نيسي او په امنيتي وضعيت کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.

د فارياب امنيتي مسوولان وايي، طالبان له امنيتي ځواکونو سره مخامخ جګړه کې ماتې خوړلې  او له همدې کبله موټربم چاودنې کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام