د عدالت او پراختیا ګوند مسوولاتو نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې هېواد کې د واک تشې ډېرې ستونزې رامنځ ته کړي او په دې اړه یې خپله اندېښنه څرګنده کړه.

د دې ګوند چارواکي وايي چې پر هېواد د طالبانو واکمني د سیاسي ګوندونو د فعالیت پر څرنګوالي منفي اغېزه کړې. د عدالت او پراختیا ګوند ویاند شفیع‌الله شفیق وايي، که طالبان پر اساسي قانون بیا کتنه وکړي، باید د دې قانون اساسي موارد وساتل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

شفیق زیاتوي، د سیاسي ګوندونو فعالیت چې د مخکیني حکومت په اساسي قانون کې موجود وو، باید د طالبانو له لوري هم د منلو وړ وي.

هغه وویل: «زمونږ غوښتنه دا ده چې د سیاسي ګوندونو فعالیت د قوانینو په تعدیل کې دوام پیدا کړي. که چېرې تعدیلات راځي ډېر ستونزه نشته، خو که حذف کېږي، د سیاسي ګوندونو اندېښنې یې را پورته کړي دي.»

په ورته وخت کې د عدالت او پراختیا ګوند رییس جواد حسیني وايي، اسلامي امارت چې د ټولنیز عدالت پر اساس د حکومت جوړولو ادعا کوي، باید په خپلې همدې ژمنې عمل وکړي.

هغه له طالب مشرانو غوښتنه وکړه چې د یوه ټول ګډونه حکومت په جوړولو سره دې، هېواد کې د واک تشه ډکه کړي او روان وضعیت ته دې د پای ټکی کېږدي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړي همداراز وویل چې طالبان باید داسې یو حکومت جوړ کړي چې ټول افغانان او د ټولنې ټول قشرونه پکې ځان وویني.

له دې ټولو سره-سره، طالبان وايي چې د نوي حکومت د اعلان لپاره چمتووالی نیولی او په پام کې ده چې په نږدې راتلوونکي کې د خلکو د هیلو او غوښتنو پر بنسټ ټول ګډونه حکومت رامنځ ته کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام