Asset 1SWN

د افغانستان ژغورنې په نوم نوی سیاسي حرکت جوړ شو

164651347_264267588699958_8425264786331864335_n

د افغانستان د ژغورنې په نوم سیاسي جوړښت په یوې غونډه کې د موجودیت اعلان وکړ. دا حرکت د مالیې پخواني وزیر حضرت عمر زاخېلوال په مشرۍ جوړ شوی او ځینې سیاسي ګوندونه، ټولنیز او قومي جوړښتونه او خپلواک شخصیتونه یې غړیتوب لري.

د افغانستان ژغورنې د حرکت مشر حضرت عمر زاخېلوال جوړې شوې غونډه کې وویل، په هېواد کې بې‌عدالتي او فساد ډېر شوی او همداراز اقتصادي وضعیت هم ورځ تربلې د خرابېدو په حال کې دی؛ نو دوی دې ته اړ شول چې داسې یو سیاسي حرکت رامنځته کړي چې د روانو ستونزو او نابرابریو پر وړاندې مبارزه وکړي او هېواد له اوسني ناورینه وژغوري.

دغه راز د افغانستان د ژغورنې د حرکت د مشرتابه غړي جعفر مهدوي وویل، فساد په ټولنه کې حاکم دی او هېڅوک ځان په امن کې نه بولي او په خبره یې ملت عادلانه سوله او د جګړې پای ته رسېدل غواړې.

نوموړي وویل چې د سولې په اړه د حکومت طرحې هم نامعلومه دي کله بېړنۍ ټاکنې غواړي او کله هم بل څه. ده وویل، داسې طرحې په اصل کې سوله نه راولي بلکې کړکېچ او بې‌ثباتي رامنځته کوي.

دغه راز د افغانستان د ژغورنې د سیاسي حرکت د مشرتابه غړي او د پوهنې وزارت پخواني وزیر فاروق ورګ هم په دې ټینګار وکړ چې د دوی د حرکت د رامنځته کېدو موخه دا ده چې د فساد پر وړاندي مبارزه وکړي، خلکو ته د کار زمینه برابره شي، په نظام کې هر څوک او هر قوم باید ځان وویني، قومي مسلو ته لمن ونه وهل شي او د سولې په اړه باید رښتيني او پیاوړي ګامونه پورته شي.

ودرک وویل، که څوک له سولې ناوړه ګټه پورته کړي او تر ملي ګټو شخصي ګټو ته لومړیتوب ورکړي دوی به یې پر وړاندې جدي غبرګون وښیي.

دا څرګندونې په داسی حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې د سولې خبرې تودې شوي او په دې اړه یو شمېر نړیوال کنفرانسونه جوړ او یا هم د جوړېدو په حال کې دي؛ خو په هېواد کې دننه نوي سیاسي جوړښتونه رامنځته کېږي.

 څو ورځې وړاندې د جمعیت ګوند په دوو برخو ووېشل شو او نن هم د افغانستان ژغورنې په نوم حرکت جوړ شو چې په مشرۍ کې یې د حکومت د پخوانۍ کابینې ځینې غړي او د ملي شورا یو شمېر غړي موجود دي او هغوی هم د سولې د راوستلو او له فساد سره د مبارزې ژمنې کوي خو څه موده وړاندې د دوی په اړه هم داسې راپورونه خپاره شوي وو چې دوی د خپل ماموریت په وخت کې په پراخه کچه فساد کړی و او دوسیې یې ان څارنوالۍ ته وړاندې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام