Asset 1SWN

د کډوالو چارو وزارت: له پاکستانه د افغان کډوالو په زوره را اېستل کم شوي

afghan-refugees-qmzfqj4hnorncwjishuetoiu7z8cr4ldj85owe9ifc

د سرپرست حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولان وايي، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د را اېستلو دویم پړاو په پیل کېدو سره سره له دغه هېواده د په زوره را اېستونکو کډوالو شمېر د تېر هغه پړاو په پرتله کم شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د په زوره را اېستلو د دویم پړاو له پیل سره هم‌مهاله د ورځې له پنځوسو تر شپېتو افغان کورنۍ هېواد ته راګرځي.

دا په داسې حال کې ده چې په لومړي پړاو کې د ورځې تر زرو کورنیو پورې هم بېرته افغانستان ته را اړول شوې دي. حقاني ټینګار کوي چې د افغان کډوالو د را اېستلو پرېکړه باید له ا.ا سره په مشورې وشي.

هغه زیاتوي: «له هېوادونو زموږ غوښتنه دا ده چې د کډوالو موضوع دوه‌اړخیزه ده او یواړخیزه پرېکړه د دواړو هېوادونو په ګټه نه‌ده. کله چې د افغان کډوالو په اړه پرېکړه کېږي، د دواړو لوریو په مشوره وشي او کډوال په یوه ګډ میکانیزم سره افغانستان ته را وګرځول شي.»

بله‌خوا یوشمېر کورنۍ چې د افغان کډوالو د را اېستلو په دویم پړاو کې هېواد ته را ګرځول شوي، له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د اوسېدو ځای ورته برابر کړي.

له پاکستان څخه را اړول شوی افغان عبدالله وايي: «له ا.ا څخه غواړو چې موږ ته د کار او د اوسېدو ځای برابر کړي؛ موږ د اوسېدو ځای نه لرو.»

له پاکستانه یو بل را اړول شوی افغان نعیم‌ګل وايي: «تېره پنجشنبه له پېښور څخه راغلو، اته‌کسیزه کورنۍ یوو او تاسې د اوسېدو ځای برابرولو برخه کې راسره مرسته وکړئ.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو پر بنسټ، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د په زوره را اېستلو په دویم پړاو کې له ۵۰۰ ډېر کسان په زوره له دغه هېواد څخه را اړول شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام