د کډوالو چارو وزارت: له پاکستانه د افغان کډوالو په زوره را اېستل کم شوي

د سرپرست حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولان وايي، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د را اېستلو دویم پړاو په پیل کېدو سره سره له دغه هېواده د په زوره را اېستونکو کډوالو شمېر د تېر هغه پړاو په پرتله کم شوی دی. د دغه وزارت ویاند وايي، د کډوالو د را اېستلو د دویم پړاو له پیل سره هم‌مهاله د ورځې له پنځوسو تر شپېتو افغان کورنۍ هېواد ته راګرځي.

د دولت د سولې مرکچي پلاوی د دویم پړاو خبرو د پیل لپاره دوحې ته ولاړ

د دولت د سولې مرکچي پلاوي ویاند نادر نادري په یوه ټویټ کې لیکلي چې د دغه پلاوي غړي د دولت له مشرتابه، د ملي روغې جوړې شورا له غړیو، د ملي شورا له رییسانو او غړیو، سیاسي او مدني فعالانو، دیني عالمانو او د ټولنې له نورو وګړو سره تر سلا مشورې وروسته نن د سولې خبرو د دویم پړاو د پیل لپاره بېرته دوحې ته ولاړل.

ولسمشر په دوحه کې د سولې دویم پړاو خبرو دوام منلی

د ولسمشرۍ مانۍ د عامه او سټراټېژیکو اړیکو ادارې رییس وحید عمر وايي، که څه هم ولسمشر غني په دوحه کې د سولې دویم پړاو خبرو د دوام په اړه هوکړه کړې ده، خو په وینا یې، د افغانستان په دننه کې د راتلونکو پړاوونو پر کېدو د دولت ټینګار پر خپل ځای دی.

ولسمشر او عبدالله د سولې پر دویم پړاو مذاکراتو غږېدلي

ولسمشر محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ملي روغې جوړې شورا له رییس عبدالله سره په ارګ کې لیدلي دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په یاده غونډه کې ولسمشر ته د ملي روغې جوړې شورا د رییس له لوري د دې شورا د دویمې ناستې د راپور ورکولو ترڅنګ، د سولې دویم پړاو خبرو پر ځای او نېټه هم خبرې شوې دي.