د ولسمشرۍ مانۍ د عامه او سټراټېژیکو اړیکو ادارې رییس وحید عمر وايي، که څه هم ولسمشر غني په دوحه کې د سولې دویم پړاو خبرو د دوام په اړه هوکړه کړې ده، خو په وینا یې، د افغانستان په دننه کې د راتلونکو پړاوونو پر کېدو د دولت ټینګار پر خپل ځای دی.

د نوموړي په وینا، ولسمشر په دوحه کې د دویم پړاو خبرو دوام د دولت د سولې مرکچي پلاوي، د ملي روغې جوړې شورا او د نړیوالو ملاتړو هېوادونو په غوښتنه او مشوره او د سولې خبرو کې د ځنډ مخنیوي لپاره منلی دی.

د ملي روغې جوړې شورا رییس عبدالله عبدالله هم وايي چې د سولې دویم پړاو خبرې به پر خپل وخت د قطر په دوحه کې وشي.

د ملي روغې جوړې شورا په خبرپاڼه کې لیکل شوي، هغو هېوادونو چې د سولې خبرو کوربه‌توب ته ټټر وهلی و، د کورونا ویروس د خپرېدو له کبله یې په قطر کې د سولې خبرو د دوام ملاتړ کړی دی.

ولسمشر محمداشرف غني او د ملي روغې جوړې شورا رییس عبدالله عبدالله نن په ارګ کې سره لیدلي دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې، په یاده ناسته کې ولسمشر ته د عبدالله له لوري د ملي روغې جوړې شورا د دویمې ناستې د راپور ورکولو ترڅنګ، د سولې خبرو د راتلونکو پړاوونو پر وخت او ځای هم بحث شوی دی.

ولسمشر محمداشرف غني او د هغه د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب تر دې وړاندې په افغانستان کې د سولې خبرو پر دوام ټینګار کړی و.

د ملي روغې جوړې شورا د خبرپاڼې له مخې، دغې شورا نن هم د سولې خبرو اترو په اجندا کې پر لومړیتوبونو، د سولې مرکچي پلاوي او د ملي روحیې او یووالي د پیاوړتیا په اړه بحث کړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، په یاده غونډه کې د بیړني اوربند د اړتیا، د افغانانو پر وړاندې د روان تاوتریخوالي او وژنو بندېدو، د خلکو اساسي حقونو او د بیان ازادي په اړه هم بحث شوی دی.

خبرپاڼه لیکي، د ملي روغې جوړې شورا غړیو په دې ناسته کې د دولت د سولې مرکچي پلاوي بشپړ ملاتړ کړی او هغه یې د هېواد، دولت او خلکو د باور وړ پلاوی بللی دی.

د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو لومړی پړاو چې د سنبلې میاشتې په ۲۲مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شوې وې، د لیندۍ په ۲۲مه پای ته ورسېدې. ټاکل شوې د سولې خبرو دویم پړاو د روانې مرغومي میاشتې په ۱۶مه پیل شي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام