د روسیې او اوکراین د پلاویو ترمنځ د سولې خبرو له لومړي پړاو وروسته، د مسکو او کيیف چارواکو ویلي چې د دواړو لوریو پلاوي تر راتلونکو ورځو پورې د خبرو دویم پړاو ته چمتو کېږي.

د بېلاروس سرحد کې د خبرو له لومړي پړاو وروسته، دواړه پلاوي خپلو هېوادونو ته د خبرو وړ مسایلو باندې د مشورو لپاره ګرځېدلي دي. تمه ده چې له مشورو وروسته به د بېلاروس او لهستان په سرحد کې د خبرو دویم پړاو پیل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د خبرو په لومړي پړاو کې اوکرایني لوري د اوربند او له اوکراین څخه د روسي ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې وه، خو روسي پلاوی د دوی دا غوښتنه رد کړه.

په همدې حال کې پرون د اوکراین په اړه د ملګرو‌ملتونو بېړنۍ ناسته په دغه سازمان کې جوړه شوې وه. د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په دې ناسته کې ویلي چې اوکراین کې باید روانه جګړه ودرول شي او ځواکونه باید بېرته خپلو قطعاتو ته وګرځي.

نوموړي له مشرانو غوښتنه کړې چې د سولې پر لور ګام پورته کړي او د ملګیانو ژوند دې خوندي شي.

دا په داسې حال کې ده چې د سپوږمکۍ پرمټ اخیستل شوی تازه ویډوګانې کې ښکاري چې د اوکراین د پلازمېنې پر لور د روسیې د ځواکونو د زرهي وسایل یو کاروان روان دی.

د «مکسار تکنولوژیز» شرکت چې د سپوږمکۍ پرمټ انځورونه اخلي، یو رپوټ خپور کړ چې پربنسټ یې سلګونه زرهي وسایل، ټانګونه، توپ‌خانې او لوژستیکي تدارکاتو لپاره وسایل په‌ کې شامل دي چې اوږدوالی یې نږدې ۲۷کېلو مټرو ته رسېږي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې پر اوکرایین د روسیې له برید شپږ ورځې وروسته، اوکرایني چارواکي وايي چې روسي ځواکونو تراوسه د دغه هېواد کوم ښار نه دی نیولی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام