نږدې دوه اوونۍ وړاندې د نړۍ معتبرو رسنیو په بریټانیا کې د کورونا ویروس د نوي ډول د موندلو خبر ورکړ.

د فرانس۲۴ خبري اژانس د راپور له مخې، د کورونا دویم ډول موندل شوی ویروس له لومړي هغه په چټکۍ سره خپرېږي، خو تر اوسه په دې اړه شواهد نه دي موندل شوي چې د کورونا نوی موندل شوی ډول د دغه ویروس له لومړي هغه نه ډېر وژونکی دی، که نه.

د روغتیا نړیوال سازمان په بریټانیا کې د کوویډ۱۹ ویروس د نوي ډول له موندلو وروسته اعلان وکړ چې له بريټانوي چارواکو سره به د څېړنې او اطلاع رسولو په برخه کې له نږدې په اړیکه کې وي.

همدارنګه، د انګلستان د پلازمېنې لندن د سویل ختیځ پر یوشمېر برخو د کورونا ویروس د مخنیوي په پار بندیزونه لګول شوي دي.

د کورونا ویروس د نوي ډول د خپرېدو په درشل کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکو د دغه  نوي ویروس پر وړاندې د مبارزې خبر ورکوي.

د عامې روغتیا وزارت ویانده معصومه جعفري وایي، د کورونا ویروس په اړه د عامه پوهاوي چارې  روانې دي او  دغه پوهاوی د هغو کسان  لپاره هم اړین دی چې له هېواده بهر افغانستان ته راځي.

د هغې په وینا، هغه کسان چې له نورو هېوادونو افغانستان ته راځي، باید د کورونا د کتنې پایله یې منفي وي او په وینا یې، خلک هم باید بهرنیو هېوادونو ته له ډېر تګ‌راتګ نه ډډه وکړي.

افغانستان داسې مهال د کورونا ویروس د نوي موندل شوي ډول پر وړاندې د مبارزې خبره کوي چې دغه ویروس تر ګاونډیو هېوادونو پورې را رسېدلی دی.

تېره ورځ پاکستانیو چارواکو د کورونا ویروس د تازه ډول په اړه د دغه هېواد په سوېل سند ایالت کې د موندلو خبر ورکړ.

د پاکستان د رسمي سرچینو د راپور پر بنسټ، هغه ۱۲ پاکستاني وګړي چې تازه له انګلستان نه کراچي ښار ته راغلي وو، تر کتنې وروسته د ۶ هغو پایلې یې مثبتې وې چې درې هغو یې د نوي پیدا شوي ډول نښې نښانې لرلې.

خو د کورونا ویروس د نوي موندل شوي ډول په اړه د ایراني چارواکو څرګندونې توپیر لري. د دغه هېواد یوشمېر چارواکي وایي، ښایي د کورونا ویروس نوی ډول له وړاندې په دغه هېواد کې و او یوشمېر نور چارواکي بیا دغه څرګندونې ردوي او وايي، تر اوسه په ایران کې د کورونا ویروس نوی موندل شوی ډول په رسمي توګه نه دی ثبت شوی.

په ورته مهال د هېواد د عامې روغتیا وزارت چارواکي هیله‌مند دي چې د هېوادوالو په همکاري به د نوي موندل شوي ویروس مخه ونیسي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیاله معصومه جعفري وايي، تر دې دمه په هېواد کې د کورونا ویروس پر نوي ډول د اخته کېدو کومه پېښه نه ده ثبت شوې.

د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې په تېره یوه شپه او ورځ کې د کورونا ویروس له کبله ۶ کسان مړه شوي او ۹۸ نور پر دغه ویروس اخته شوي دي.

دغه وزارت نن چهارشنبې په خپل ورځني راپور کې ویلي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې  یې پر کورونا ویروس د شکمنو اخته کسانو له ډلې ۱۶۰۷ نمونې کتلې دي.

د وزارت په راپور کې لیکل شوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې ۹۸ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د راپور له مخې، په همدې موده کې ۱۰۰ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته رغېدلي دي، خو ۶ هغه یې مړه شوي دي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام