ټاکل شوې چې د ملګرو‌ملتونو امنیت شورا نن په دې سازمان کې پر اوکرایین د روسیې د یرغل په اړه بېړنۍ غونډه جوړه کړي.

د ملګرو‌ملتونو په عمومي عونډه کې به د اوربند په اړه پراخې نړیوالې غوښتنې او د جګړې له امله د میلیونونو زیانمنو اوکرایینیانو په برخه کې ډېرېدونکي اندېښنې مطرح شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه ناسته په تېرو ۴۰ کلونو کې لومړنۍ عمومي غونډه بلل شوې چې په‌کې به د ملګرو‌ملتونو ټولو غړیو ته دا فرصت ورکړل شي، څو پر اوکراین د روسیې د یرغل په اړه خبرې وکړي.

د ملګرو‌ملتونو د عمومي غونډې د جوړولو پرېکړه‌لیک پرون د دغه سازمان په امنیت شورا کې رایې اچونې ته وړاندې شوی و چې د ۱۱ موافقو رایو سره تصویب شو.

روسیې دې پرېکړه‌لیک ته منفي رایه ورکړه، خو چین، هند او متحده عربي اماراتو بیا ممتنع کړه.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې او اوکراین له څلور ورځو وروسته د بلاروس پوله کې خبرې پیل کړي دي. وړاندې د اوکرایین د ولسمشرۍ دفتر چارواکو هوکړه کړې وه چې له روسیي پلاوي سره یې د بلاروس په سرحد کې لیدلي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر اوکراین له پوځي برید دوه ورځې وروسته په یوې ویناپاڼه کې اعلان وکړ چې هېواد یې په اوکرایین کې د سولې غوښتونکی دی. نوموړي ټينګار کړی چې خبرو کولو ته لېوالتیا لري.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د بريټانیې له لومړي وزیر بورېس جانسن سره په یوې ټلېفوني اړیکه کې ویلي چې راتلونکي ۲۴ساعتونه یې د هېواد لپاره مهم دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام