په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي غلام‌ولي افغان سلام‌وطندار ته ویلي چې په مرکز لښکرګاه کې امنیتي وضعیت ترینګلی دی او له کبله یې زرګونه کورنۍ بندې پاتې دي.

د نوموړي په وینا، اوس د هلمند پر امنیې قومانداني، ولایت مقام، محبس او ملي امنیت ریاست سخته جګړه روانه ده چې ملکیانو ته هم په‌کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال احمدضیا ضیا بیا رسنیو ته ویلي، په لښکرګاه ښار کې امنیتي ځواکونو پرمختګ کړی او  نور هم د پرمختګ په حال کې دي. خو طالبان بیا دا خبره نه مني او وايي، لا هم لښکرګاه ښار کې پر مهمو دولتي ودانیو جګړه روانه ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هلمند یوشمېر اوسېدونکي هم وايي چې د خلکو کورونه ویجاړ شوي، د روغتونونو په ګډون، ځینې دولتي ودانۍ په بمبار او جګړه کي نړېدلې او سوځېدلې دي.

د هلمند اوسېدونکی سردارمحمد وايي، جګړې د خلکو ژوند ور تریخ کړی او هرې خوا ته د خپلو کډو په بارولو لګیا دي. هغه وايي، نور له روان وضعیت څخه ستړي دي او غواړي چې نور په وطن کې سوله راشي.



په کندهار ښار کې بیا له تېرو ۲۵ ورځو راهیسې سخته جګړه او بمبار روان دی چې له کبله یې زرګونه کورنۍ بې‌ځایه شوي او خلک اندېښمن دي.

همدا نن طالبان د کندهار ښار په اوومه، پنځمه او پنځلسمه حوزو کې له افغان امنیتي ځواکونو سره پر جګړې بوخت دي. د کندهار ښار په هره برخه کې د درنو چاودنو غږونه اورېدل کېږي.

د میرویس حوزوي روغتون مسوول محمدداوود فرهاد سلام‌وطندار ته ویلي چې په ښار کې د تېرې شپې جګړو، هوايي بریدونو او د هاوانونو لګېدو له امله ۲۲ ملکيان ټپيان او درې جسدونه روغتون ته ور وړل شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

عام کندهاریان له دغه حالت څخه سر ټکوي او په جګړه کې له ښکېلو خواوو غواړي چې د دوی پر حال زړه وسوځوي. د کندهار اوسېدونکی عبدالغني وايي، په دغه ولایت کې روانې جګړې یې پلار، ورور او د کورنۍ نور غړي له لاسه ورکړي او له ښکېلو لوریو غواړو چې نوره جګړه پای ته ورسوي او سوله وکړي.

د هرات امنیتي مسوولان هم په هرات ښار کې د درنې جګړې خبر ورکوي. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد سلام‌وطندار ته ویلي چې طالبانو تېره شپه له اوو خواوو پر ښار بریدونه کړي دي.

هغه وايي، وسله‌والو طالبانو د ښار ترڅنګ، پر ځینو ولسوالیو هم بریدونه کړي، خو په خبره یې، د هوايي ځواکونو په مرسته یې تر سلو زیاتو وسله‌والو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

په دغو نښتو کې د هرات ښار د لسمې امنیتي حوزې آمر وحید احمد کوهستاني او دوه نور سرتېري هم وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کي د بشري حقونو او نورو نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د جګړې شدت له امله خواشیني ښودلې او زیاته کړې یې ده چې په یادو جګړو کې تر هر چا د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې ګراف لوړ دی او دواړه خواوې باید په دې اړه ژور فکر وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام