د هند د بهرنیو چارو وزیر جې‌شنکر ویلي چې د مرکزي اسیا هېوادونه له خنډ پرته په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت جوړېدو، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د بشردوستانه مرستو د تضمین په اړه ګډې اندېښنې او موخې لري.

د هند د بهرنیو چارو وزیر په نوي ډيلي کې د مرکزي اسیا هېوادونو د درېیم پړاو خبرو په ناسته کې ټينګار کړی چې هند او د سیمې نور هېوادونه، د افغانستان له خلکو سره ژورې تاریخي او تمدني اړيکې لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي په افغانستان کې د روان وضعیت څخه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې د دغه هېواد له اوسېدونکو سره د مرستې لپاره باید ګډې حل لارې ولټول شي.

د هغه په وینا، په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت جوړول، له ترهګرۍ او نشه‌يي توکو سره مبارزه، د بشردوستانه مرستو له رسولو څخه ډاډ، د لږکیو، ماشومانو او ښځو حقونه ورکول په دغه هېواد کې له لومړیتوبونو څخه دي چې باید ورته پام وشي.

په ورته مهال په دغه ناسته کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف ویلي چې د افغانستان پراختیا او له روان وضعیت څخه د وتلو لپاره د مرکزي اسیا هېوادونو همغږي او واحده کړنه اړینه ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هند په داسې حال کې د افغانستان په اړه په نوي ډیلي کې د مرکزي اسیا هېوادونو د ناستې کوربه‌توب کوي چې د دغه هېواد په ګاونډ پاکستان کې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېواونو سربېره د امریکا، روسیې، چین او د اروپايي ټولنې د استازیو په ګډون ناسته روانه ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام