د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد په افغانستان کې د مذهبي ازادیو د نقض په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور په غبرګون کې ویلي چې افغانستان کې د مذهبي لږکیو حقونه خوندي دي.

ذبېح‌الله مجاهد نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په دې اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور نیمګړی او د ناسمو معلوماتو پر بنسټ جوړ شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

مجاهد زیاته کړې چې اسلامي امارت دغه راپور ردوي. د هغه په وینا، «په افغانستان کې ټول سني، شیعه، سیک او هندو مذهبه افغانان او هېوادوال خپل مذهبي چارې په ازاده توګه ترسره کوي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت «په ۲۰۲۱ کال په نړۍ کې د مذهبي ازادۍ» په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي، چین، روسیه، سعودي عربستان، افغانستان، هند، پاکستان او یوشمېر نور هېوادونه له مذهبي ازادۍ څخه د جدي سرغړونو شاهدان دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن، د تېرې پنجشنبې پر ورځ په خپله یوې وینا کې ویلي و چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په راتګ سره د مذهبي ازادۍ وضعیت خراب شوی او مذهبي لږکي په ځانګړې توګه هزاره قومونه د داعش له زیاتېدونکي تاوتریخوالي او بریدونو سره مخ دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام