په نهو میاشتو کې د کورنیو چارو وزارت له روزنیزو مرکزونو ۳۵۰۰۰ کسان فارغ شوي

د کورنیو چارو وزارت مسوولان وایي چې په تېرو نهو میاشتو کې د دغه وزارت له روزنیزو مرکزونو څخه شاوخوا ۳۵ زره کسان فارغ شوي دي. د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالنافع ټکور نن کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، اوس د دغه وزارت په روزنيزو مرکزونو کې ٣٣٠ کسان د لسانس او ٢٥ د ماسټری په برخه کې پر زده‌کړو بوخت دي.

کابل کې د بېلابېلو کورنیو او بهرنیو توکو درې ورځنی نندارتون پرانیستلو شو

د افغان سوداګرو په نوښت په کابل کې د کورنیو او بهرنیو توکو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو. دغه نندارتون کې ۱۵۰غرفې نارینه‌وو او ۱۵۰هم ښځو ته ځانګړې شوي چې بېلابېل کورني او بهرني تولیدات په کې نندارې ته کېښودل شوي دي.

ا.ا هېواد کې د مذهبي ازادۍ د نقض په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور رد کړ

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد په افغانستان کې د مذهبي ازادیو د نقض په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور په غبرګون کې ویلي چې افغانستان کې د مذهبي لږکیو حقونه خوندي دي. ذبېح‌الله مجاهد نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په دې اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور نیمګړی او د ناسمو معلوماتو پر بنسټ جوړ شوی دی.

روزګان کې «نجونې او هلکان ښوونځي ته ولېږئ» په نوم د فوټبال سيالۍ پیل شوې

په روزګان ولایت کې «نجونې او هلکان ښوونځي ته ولېږئ» په نوم د فوټبال سيالۍ پیل شوې. دغه سيالۍ چې د پوهنې رياست تر چتر لاندې د يونېسف په مالي ملاتړ پیل شوي، مسوولان یې وايي چې د یادو سیالیو څخه یې موخه ښوونځيو ته د ماشومانو هڅول دي.

د کونړ ځنګلونو کې د اورلګېدنې خبرونه ناسم دي

د کونړ محلي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په ځنګلونو کې د تازه اور لګېدنې په اړه خپاره شوي خبرونه ناسم دي.

ولایت مقام په يوې خبرپاڼه کې د والي محمدقاسم خالد له قوله ويلي چې څه موده وړاندې د چپې درې، شيګل او ناړۍ ولسواليو په يوشمېر ځنګلونو کې د اور لګېدنې پېښې رامنځته شوې وې چې ځایي مسوولانو او ولسي خلکو په ګډه همکارۍ مهار او مړ شوی دی.