د لوګر ولایت په کوربه‌توب د کابل، ننګرهار، لغمان، پروان، پنجشېر او لوګر ولایتونو د لوبډلو ترمنځ د بایسکل ځغلونې سیالۍ د لوګر لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

د لوګر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس رفېع‌‌الله صمیم پل‌علم کې جوړو شویو مراسمو ته وویل چې دغه سیالۍ د ځوانانو مدیریت له لوري د «ازادۍ او امنیت» په نوم جوړې شوې وې چې د لوګر ولایت د بایسکل ځغلونې لوبډلې یې بریا خپله کړه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

صمیم زیاته کړه چې دا ډول سیالۍ کولای شي، د ولایتونو د لوبغاړو ترمنځ اړیکې پياوړې کړي.

د مسوولانو په وینا، دغه سیالۍ د شپږو ولایتونو د لوبغاړو ترمنځ پیل شوې وې چې د لوګر مرکز پل‌علم څخه د دې ولایت تر محمداغې ولسوالي پورې یې ۸۰  کیلو مټره لاره پر بایسکل تګ وکړ.

په ورته مهال نثاراحمد د لوګر ولایت د بایسکل ځغلونې لوبډلې لوبغاړي لومړی مقام، محمد باقر او سیدعلي د کابل د بایسکل ځغلونې لوبډلې غړیو دوم او درېیم مقامونه ترلاسه کړل.

د لوګر ولایت اوسېدونکي او ورزش‌کاران هم دا ډول لوبې ډېرې ګټورې بولي او زیاتوي چې کولای شي، د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د ځوانانو ترمنځ اړیکې پياوړې او ورزش ته د خلکو لېوالتیا زیاته کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

لوګر کې په داسې مهال د بایسکل ځغلونې یوه ورځنۍ سیالي کېږي چې تېره اوونۍ د افغانستان د کرېکټ بورډ له لوري د سوېل ختيځ زون په کچه د پل‌علم ټرافي په نوم د کرېکټ سیالۍ وشوې چې د دغه سیالیو اتلولي د پکتیا کرېکټ لوبډلې ګټلې وه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام