د هرات محلي مسوولان وايي چې پرون شنبه په دغه ولایت کې د اسلامي امارت د ځواکونو او کوچیانو ترمنځ وسله‌واله نښته رامنځته شوې ده.

د هرات د امنیې قومنداني ویاند محمود‌شاه رسولي سلام‌وطندار ته ویلي چې د یادې نښتې په ترڅ کې د اسلامي امارت دوه سرتیري ټپیان شوي دي. د نوموړي په وینا، په دغې وسله‌واله نښته کې د کوچیانو له لوري بیا دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هرات د امنیې قومنداني زیاته کړې، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې یو‌شمېر مال‌لرونکي کوچیان له نورو ولایتونو څخه د هرات کرُخ ولسوالي ته راغلي او دغې ولسوالي کې یې نږدې ۱۰۰۰۰ څاروي په څر‌ځایونو او کروندو کې خوشې کړې دي.

د نوموړي په خبره، له دې وروسته د اسلامي امارت ځواکونو په وار وار مالرونکو ته خبرداری ورکړی و چې خپل څاروي له څارځایو راوګرځوي، خو د کوچیانو له لوري ورته پام نه دی شوی.

 مسوولان زیاتوي چې پرون د هرات امنیې قومنداني او د استخباراتو یو پلاوی د کرُخ ولسوالي له یوه پلاوي سره په ګډه د همدې موضوع په اړه د خبرو لپاره کوچیانو ته ورغلي وو چې وسله‌واله نښتې رامنځته شوې ده.

د مسوولانو په وینا، لومړی کوچیانو د اسلامي امارت دوه سرتیري ټپیان کړل او په ځواب کې د اسلامي امارت ځواکونو پر کوچیانو ډزې وکړې چې دوه کسان یې ووژل شول او څلور نور یې ټپیان کړل.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تراوسه روښانه نه ده چې دغه کوچیان له کوم ولایت څخه دغې ولسوالي ته راغلي دي. ویل کېږي چې د هرات د امنیې قومنداني یو پلاوی کرُخ ولسوالي ته د لا ډېرو څېړنو لپاره ورغلی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام