د پکتیا ولایت محلي چارواکي سلام‌وطندار ته وایي چې بېګاه په ډنډ پټان ولسوالي کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د اسلامي امارت د پوله‌ساتو ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ نښته شوې ده.

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس خالقیار احمدزي سلام‌وطندار ته د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ شوې نښته تایید کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 احمدزی زیاتوي چې بېګاه ناوخته پاکستاني ملېشه ځواکونو د ډنډ پټان ولسوالي اړوند «شپولې» سيمه کې د اسلامي امارت په امنيتي ګزمه ډزې کړي او وروسته د دواړو لوريو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده.

احمدزي زياته کړه چې په دغه نښته کې د اسلامي امارت ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی او د پاکستاني لوري ته د اوښتي زیانونو په اړه معلومات نه لري. ځايي اوسېدونکي هم رامنځته شوې نښته تاييدوي او وايي چې دواړو خواوو څو ساعتونه پر يوه بل ډزې کولې.

د یادونې وړ ده چې تېره شپه پاکستاني ځواکونو د خوست پر سپېرې ولسوالي هوايي بریدونه وکړل چې له امله یې ګڼ‌شمېر خلکو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

د راپورونو له مخې، پاکستاني ځواکونو په سپېرې ولسوالي کې د وزیرستاني کډوالو پر څلورو سیمو بریدونه وکړل چې په‌کې د ښځو او ماشومانو په ګډ‌ون څه باندې ۴۰ کسان ووژل او ګڼ‌شمېر ټپیان شول.

په ورته مهال پاکستاني ځواکونو پرون پر کونړ هم توپچي بریدونه کړي چې د ځايي مسوولانو په وینا، په شلتن ولسوالي کې د هستوګنې کورونه په نښه شوي دي.

د کونړ ولایت مسوولانو رسنیو ته ویلي چې په دغه برید کې د ښځو او ماشومان په ګډون ۵ کسان وژل شوي او یو بل کس ټپي شوی و.

دغه بریدونه په کور دننه او بهر په پراخه توګه غندل شوي دي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولي یاد بریدونه د پاکستان له لوري د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره تېری بللی دی.

د افغانستان دایمي استازولي په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې له پاکستان څخه غوښتنه کړې چې دغه او دې ته ورته بریدونه ژر تر ژره ودروي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بل‌خوا پخواني ولسمشر حامد کرزي او یو‌شمېر نورو لوړپوړ افغان چارواکو او نړیوالو بنسټونو دغه برید غندلی او هغه یې بشري جنایت بللی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام