د خوست امنیتي چارواکي تاییدوي چې پاکستاني پوځیانو د دغه ولایت په سپېرې ولسوالي کې د وزیرستان کډوالو څلور کلي «مندته، امیر سپر، پڅي ميلې او شکوڼي» بمبار کړي دي.
د خوست د امنيې قومنداني وياند مستغفر ګربز سلاموطندار ته وويل چې دغه بريد بېګاه شوی دی او په يادو کلیو کې د وزیرستان کډوال اوسېږي.
د خوست امنیه قومنداني ویاند زیاتوي چې برید مرګژوبله هم اړولې، خو په وينا يې، تراوسه يې کره شمېرې نه دي په ډاګه شوي.
هغه وویل: «د سپرې ولسوالي په څلورو کلیو د پاکستان د پوځ له لوري د شپې بمباري شوې، د پېښې کره ارقام نه معالومیږي، خو بیا هم زه ویلای شم چې ۹ کسان وژل شوي او ټپیان دي. مونږ هڅه کوو چې د پېښې ځای ته مرسته ورسوو.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بل خوا ځايي خلکو سلاموطندار ته ویلي چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۳۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي. دوی وویل، د پاکستان هوايي بریدونو کې د اوسېدو ګڼ شمېر کورونه هم ویجاړ شوي دي.
پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د پاکستان پوځ تر دې وړاندې هم ډیورنډ کرښې دې غاړه سیمو باندې هوايي بریدونه کړي او په ځینو مواردو کې یې ځايي اوسېدونکي هم وژلي دي.