Asset 1SWN

پر کونړ د پاکستان توغول شويو مرميو کې یوه نجلۍ وژل شوې او د کورنۍ ۴ غړي یې ټپیان دي

07DE3D2A-B88E-4DC9-9F4D-CBECF23FBBFE_cx0_cy1_cw0_w1200_r1-ox4xgkvvdcxpu3zd0dym446yjc584afrqgp342luvo

 

د کونړ د والي ویاند غني مصمم وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستاني پوځیانو له لوري یوځل بیا د کونړ په مرورې ولسوالۍ ۱۶ د هاوان مرمۍ توغول شوي چې له کبله یې یوه ماشومه وژل شوې او د کورنۍ ۴ غړي یې ټپیان شوي دي.

ټپيانو کې د وژل شوې ماشومې مور او درې نور ماشومان شامل دي.

دغه مرمۍ د مرورې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو وار شوي، خو مرګ‌ژوبله یې یوازې «ترخو اوبو» سیمه کې اړولې ده.

پر کونړ او یو شمېر نورو ولایتونو د پاکستان راکیټي بریدونه له تېرو شاوخوا ۱۲ کلونو راهیسې روان دي، خو حکومت تر اوسه په دې اړه غوڅ دریځ نه دی غوره کړی.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام