د کونړ چارواکي وايي، نن سهار د دغه ولایت په مرکز اسعداباد ښار کې د ختیځ زون په کچه د «حسن قرائت» په نوم د قرآنکریم د تلاوت سیالۍ روانې وې چې پر دغو مراسمو یو راکېټ ولګېده.

دا سیالۍ د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري د کونړ د ارشاد، حج او اوقافو ریاست له لوري جوړې شوې وې. ویل کېږي چې یاد راکېټ د دغه ولایت د مقام پر تالار لګېدلی دی.

د کونړ والي محمداقبال سعید وايي، یاد راکېټ د طالبانو له لوري توغول شوی دی. د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې د ۱۳ قاریانو او درې نورو ملکیانو په ګډون، ۱۶ کسان ټپیان شوي دي.

د کونړ د ارشاد، حج او اوقافو رییس نورالمعبور احساس هم د پېښې له کبله د ټپیانو شمېر تاییدوي.

د کونړ د ولایتي روغتون رییس عطاالله ساپی وايي، د پېښې له ځایه ۱۵ ټپیان چې ډېری یې قاریان او ګډونوال دي، ور وړل شوي دي. هغه زیاتوي، د څلورو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی.

که څه هم حکومت طالبان د دغه برید مسوول بولي، خو دې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام