Asset 1SWN

پاکستان کې د ټرافیکي پېښې له امله ۴۱ کسان مړه شوي

AFP_33839E8

د پاکستان د بلوچستان ایالت په لسبیله سیمه کې د یوې ټرافیکي پېښې پر مهال د ماشومانو په ګډون ۴۱ کسان مړه شوي دي.

پاکستاني رسنیو نن یکشنبه د سلواغې نهمه راپور ورکړی چې د بلوچستان په لسبیله سیمه کې یوې ژورې کندې ته د یوه موټر د لوېدو له امله ۴۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د لسبېلې سیمې یوه چارواکي حمزه انجم رسنیو ته ویلي، دغه بس موټر چې له کوټې کراچۍ ښار ته روان و چې د پُل یوې ستنې سره تر ټکر وروسته کندې ته لوېدلی دی.

د دغه چارواکي په وینا، موټر کې ۴۸ کسان سپاره وو چې ۴۱ کسان یې موټر کې د اور لګېدو له امله مړه شوي او د یوه ماشوم او ښځې په ګډون اووه کسان ژغورل شوي دي.

بلوچستان کې دغه پېښې داسې مهال رامنځته کېږي چې د دغه هېواد د رسنیو د راپورونو له مخې، د روانې جنورۍ میاشتې په یوولسمه او نهمه نېټه هم د دوو جلا ټرافیکي پېښو له امله یوولس کسان مړه او ۲۸ نور ټپیان شوي وو.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

پاکستان کې د ډېری ټرافیکي پېښو لامل د سړکونو خرابوالی او له ټرافیکي قوانینو څخه د موټر چلوونکو نه خبرتیا په ګوته کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام