د پاکستان د سند ایالت د جمشورو ولسوالي په منجهنډ سیمه کې د یوې ټرافیکي پېښې پرمهال یوولس کسان مړه شوي او ۱۳ ټپیان دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې نن پنج‌شنبه د تلې ۱۴مه راپور ورکړی چې د سند ایالت د منجهنډ سیمې پر لویه لاره د یوه بس او باروړونکي موټر د ټکر له امله دغه مرګ‌ژوبله رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

سیمه کې پولیسو ویلی چې په مړو شویو کې دوه ماشومان، درې ښځې او شپږ نارینه شامل دي. په ورته مهال د پېښې ټپیان د جمشورو ولسوالي روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.

تراوسه د یادې ټرافیکي پېښې د لامل په اړه څه نه دي ویل شوي. له دې وړاندې هم په دغه هېواد کې د ټرافیکي پېښو له امله خلکو ته مرګ‌‌ژوبله اوښتې ده.

د روانې اوونۍ د سه‌شنبې پر ورځ په خېبرپښتونخوا کې هم د افغان کوچیانو د یوه ټراکټور او باروړونکي موټر د ټکر له امله یوولس افغانان مړه او ۳۳ نور ټپیان شوي وي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

دغه پېښه د بلوچستان سره نږدې د خېبرپښتونخوا ایالت په ډېره اسماعیل‌خان سیمه کې رامنځته شوې وه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام