په دایکندي کې محلي سرچینې وايي چې د دغه ولایت د شهرستان ولسوالي د «چبلک» کوتل کې یو پلانکوچ ډوله موټر چپه شوی چې له امله یې پنځه کسان مړه شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

د دایکندي د ټرافیکو مدیر اسحاق‌علي رشیدي سلام‌وطندار ته ویلي چې نن سهار د یاد ولایت شهرستان ولسوالي کې یو پلانکوچ ډوله موټر چې ۱۶ کسان په‌کې سپاره وو او د کابل پر لور روان و، له سړک اوښتی او چپه شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې د څلور ښځو په ګډون پنځه کسان مړه شوي او د درېوو ماشومانو او درېوو ښځو په ګډون ۱۱ کسان په‌کې ټپیان دي.

د دایکندي د ټرافیکو مدیر همداراز زیاته کړې چې د پېښې ټپیان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او د دوو ټپیان روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

د یادونې وړ ده چې پرون هم د دغه ولایت د اشترلی ولسوالي په «عبدي» کلي کې د یوې مازدا موټر د چپه‌کېدو په پېښه کې یو کسان مړ شوی و او درې نور ټپیان و.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دایکندي د ټرافیکو مدیریت مسوولان په دغه ولایت کې د ټرافیکو پېښې لامل د سړکون خرابوالی او د موټر چلوونکی بې‌احتیاطي په ګوته کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام