د دایکندي امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د میرامور ولسوالي «نرخسي» کلي کې یو «پلانکوچ» ډوله موټر له سړک څخه اوښتی چې په پایله کې یې یو کس مړ شوی او نهه ټپیان شوي دي.

د دایکندي د امنیې قومندني د امنیت امر سیف‌الله شاکر وايي چې دغه موټر د میرامور ولسوالي د اوسېدونکو و او له غزني څخه د بېرته راتلو پرمهال پرون سهار په نرخسي سیمه کې له سړک څخه اوښتی او چپه شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، پېښه کې یو ۳۵کلن کس مړ شوی او درې ښځې، یو ماشوم او پنځه نارینه ټپیان دي.

په دایکندي کې د محلي سرچینو د موندنو پربنسټ، په تېرو درېوو میاشتو کې د یاد ولایت د میرامور ولسوالي کې ۲۶ کسان ټپیان شوي او ۱۵ کسان مړه شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دایکندي د هېواد په مرکز کې یو له محرومو او لرو پرتو ولایتونو څخه دی چې د سړکونو خرابوالي او لږ پلن‌والي سربېره، د  موټر چلوونکو له لوري بې‌احتیاطي او د ټرافیکي قوانینو نه پوهاوی هغه څه دي چې له کبله یې وخت ناوخت ټرافیکي پېښې رامنځته کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام