غزني او نورستان کې سېلابونو ۱۴ کسان مړه کړي او ۱۱ ټپیان دي

باختر خبري اژانس د غزني او نورستان د محلي مسوولانو له قوله لیکلي چې په دغه ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو له امله ۱۴ کسان مړه شوي او ۱۱ نور ټپیان دي. د باختر خبري اژانس د خبر له مخې، په غزني ولایت کې د وروستیو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې پرمهال یې پنځه کسان مړه او دوه ټپیان شوي دي.

زابل کې د اوبو کمښت له امله د کروندګرو کښتونه له‌منځه تللي

په زابل کې د وچکالۍ او د اوبو د کمښت له امله د ګڼ‌شمېر کروندګرو کښتونه سوځېدلي او محصولات یې له‌منځه تللي دي.

د دغه ولایت اوسېدونکي وايي چې سیمو کې یې د اوبو کچه ټيټه شوې او کارېزونه یې وچ شوي چې له امله یې د ګڼ‌شمېر کروندګرو کښتونه له‌منځه تللي او خلک له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

دایکندي کې د ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ او نهه ټپیان دي

د دایکندي امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د میرامور ولسوالي «نرخسي» کلي کې یو «پلانکوچ» ډوله موټر له سړک څخه اوښتی چې په پایله کې یې یو کس مړ شوی او نهه ټپیان شوي دي. د نوموړي په وینا، پېښه کې یو ۳۵کلن کس مړ شوی او درې ښځې، یو ماشوم او پنځه نارینه ټپیان دي.