په هلمند ولایت کې د تېرې یوې اوونۍ راهیسې د بېلابېلو ټرافیکي پېښو پرمهال یو کس مړ شوی او ۱۳ ټپیان دي.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مطبوعاتو امر محمد‌قاسم ریاض وايي چې په دغو ټرافیکو پېښو کې یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳ نور ټپیان دي چې په ټپیانو کې د یوه روغتیايي وضعیت نازک دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د مطبوعاتو د امر په وینا، د پېښې ټپیان د درملنې لپاره ځايي روغتیايي مرکزونو او روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې مهال ده چې نن په فاریاب ولایت کې هم په بېلابېلو ټرافیکي پېښو کې شپږ کسان ټپیان شوي وو.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د ټرافیکي پېښو له امله خلکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده چې تر ډېره یې لامل د لارو خرابوالی او د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي ښودل کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام