د هلمند ولایت محلي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د ټرافيکي پېښې له امله د دوو ښځو په ګډون درې کسان مړه شوي دي.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ راشد هلمندي سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه د مارجې او نادعلي ولسوالیو پر غځېدلي سرک د جمپ پوستې ته نږدې شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړې چې دغه ټرافیکي پېښه د یوه ټونس موټر او موټرسایکل ترمنځ رامنځته شوې چې له امله یې پر موټر سایکل سپاره درې کسان مړه شوي دي.

په ورته مهال هلمندي ویلي چې د موټر چلوونکی نیول شوی او اوس د ټرافیکو مدیریت کې تر څېړنو لاندې دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې له دې وړاندې هم په هلمند ولایت کې د موټر چلوونکو د بې‌احتیاطۍ له امله ټرافيکي پېښې رامنځته شوي چې پرمهال یې یو‌شمېر کسانو خپل ژوند بایللی او نور بیا ټپیان شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام