هلمند کې د وروستیو سیاسي تحولاتو راپدېخوا بې‌وزلي، وزګارتیا او نورې بېلابېلې ستونزې لامل شوي چې ځوانان خپلې لوړې زده‌کړې په نیمه کې پرېږدي.

سمیع‌الله صمیم هلمند کې د یوه خصوصي پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي زده‌کړیال دی. نوموړی وايي چې د اقتصادي ستونزو، بې‌وزلۍ او وزګارتیا له امله اړ شوی چې د پوهنځۍ په اتم او وروستي سمسټر کې خپلې زده‌کړې پرېږدي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغه په خبره، د اوس لپاره يې یو کال خپلې زده‌کړې ځنډولي یا «تاجیل» یې اخیستی او که اقتصادي ستونزې یې هوارې شي، زده‌کړو ته دوام ورکړي.

په ورته مهال عبدالحلیم الهام بل هغه ځوان دی چې د کمزوري اقتصاد له کبله یې خپلې زده‌کړې په نیمه کې پريښي. نوموړی وايي چې د سختو اقتصادي ستونزو له امله اړ شوی، څو د حقوقو او سیاسي علومو په پوهنځي کې خپلې لوړې زده‌کړي پرېږدي.

د ده په وینا، له هغه وروسته چې اقتصادي ستونزې يې د زده‌کړې مخه ونیوله، پر ټولنیزه رسنۍ يې د خپل زړه درد ولیکه چې په خبره يې همدا یوه جمله يې د زده‌کړو بیا پیلېدو ته زمینه برابره کړه او د پوهنتون مسوولانو یې د زده‌کړو فیس وروباښه.

د هېواد د نورو ولایتونو ترڅنګ هلمند کې هم ګڼ‌شمېر ځوانان د اقتصادي ستونزو له امله خپلو لوړو زده‌کړو ته دوام نه شي ورکولای، له یوې خوا ډېره وزګارتیا او له بل پلوه د خصوصي پوهنتونونو لوړ فیسونه هم د دوی هیلي ور مړاوې کړي دي.

خو په هلمند کې د خصوصي پوهنتونونو مسوولان بیا وايي، تر خپله وسه يې زده‌کړیالانو ته ځانګړی تخفیف په پام کې نیولی دی.

هلمند کې د یوه خصوصي پوهنتون مسوول سلام‌وطندر ته وویل: «په ځینو پوهنځیو کې نږدې ۶۰-۷۰ سلنه تخفیف اعلان شوی، وضیعت ته  په کتلو سره ، په ځینو کي له ۱۰تر ۲۰ سلنه تخفیف ورکړل شوی د پوهنتون لګښتونو ته په کتو، اقتصادی او مالي ځواک ته د خلکو په کتلو سره ډېر مناسب فیسونه ټاکل شوي، څو خلکو ته زمینه برابره شي چي په پوهنتون کي خپلو لوړو زده‌کړو ته دوام ورکړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې هلمند کې د یوه دولتي پوهنتون ترڅنګ درې خصوصي پوهنتونونه هم فعالیت لري چې بېلابېلو پوهنځیو کې يې په زرګونه ځوانانو پر زده‌کړو بوخت دي، خو د پخوا په پرتله يې د زده‌کړیالانو شمېر کم شوی او ډېری ځوانانو د اقتصادي ستونزو له امله لوړې زده‌کړې پریښي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام