د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست نن په کابل کې یوې غونډې ته د خپل څلور میاشتني کاري رپوټ د وړاندې کولو پر مهال وویل چې د اقتصادي او نورو ستونزو له امله په هېواد کې د شاوخوا ۴۰ دولتي پوهنتونونو د زده‌کړو بهیر درېدلی او هڅې روانې دي چې دغه ستونزې هوارې شي.

نوموړي وویل چې د جوړې شوې طرحې له مخې، په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د ښځينه زده‌کړیالانو لپاره د جلا ټولګیو او مناسب چاپیریال د جوړولو لپاره یې هڅې پیل کړي او ډېر ژر به په دولتي پوهنتونونو کې د زده‌کړو بهیر پیل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عبدالباقي حقاني دې غونډې کې وویل چې هېواد کې پر نړیوال معیار برابرو لوړو زد‌ه‌کړو لپاره اړتیا چې ځوانان په نورو هېوادونو کې لوړې زده‌کړې وکړي او د دغه بهیر اسانتیا لپاره یې د ګاونډیو او د نړۍ د یو‌شمېر هېوادونو له سفیرانو او استازیو سره یې لیدلي دي.

حقاني زیاته کړه چې په تېرو څلور میاشتو کې یې له هېواده بهر د افغان زده‌کړیالانو د ستونزو هواري لپاره یې د ایران، ترکیې له سفیرانو سره لیدلي دي او د ستونزو پر هواري یې ورسره خبرې کړي دي.

د لوړو زده‌کړو وزارت د سرپرست په وینا، په ایران، پاکستان، ازبکستان او ترکیې هېوادونو کې د افغان زده‌کړیالان د ستونزو هواري لپاره تخنیکي ټيمونه جوړ شوي او په دې برخه کې یې عملي کار پیل کړی دی.

حقاني په یاده غونډه کې ټينګار وکړ چې دوی د دولتي پوهنتونو ترڅنګ د خصوصي پوهنتونو پرمختګ ته هم پام کوي او په دې موده کې د خصوصي پوهنتونو برخه کې ۳ د ماسټرۍ او یو د لیسانس څانګې جوازونه ورکړي دي.

حقاني همداراز وویل، یو‌شمېر خصوصي پوهنتونونو د لوړو‌ زده‌کړو وزارت له جواز پرته فعالیت کاوه چې د دوی له لوري اړ کړل شول چې د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي.

عبدالباقي حقاني په کانکور ازموینه کې د پاتې ځوانانو د برخلیک په اړه هم وویل چې په د برخه کې له خصوصي پوهنتونونو سره یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړی، څو هغه ځوانان چې پر شرایطو برابروي، له ۲۰ تر۷۰ سلنه تخفیف سره په خصوصي پوهنتونونو کې خپلې لوړې زده‌کړې وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د لوړو زده‌کړو وزارت د سرپرست دغه څرګندونې داسې مهال دي چې هېواد کې د وروستیو سیاسي تحولاتو له امله پوهنیز نظام اغېزمن شوی او ګڼ‌شمېر لوستې ځوانان د لوړو زده‌کړو د دوام پرځای هڅه کوي چې له هېواده ووځي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام