ا.ا له یوه چینايي شرکت سره د امو سیند د نفتو د استخراج تړون لاسلیک کړ

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور د دغه قرارداد د لاسلیک په اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې د دغه تړون ارزښت د درېوو کلونو لپاره ۴۴۵ میلیونه امریکايي ډالره دی او چینايي شرکت هم کولای شي، له یادې حوزې څخه تر ۲۵ کلونو نفت استخراج کړي.

د ترکیې یو بنسټ د ۲۵زره ډالرو په ارزښت هېواد کې پنځه دیني مدرسې جوړوي

د پوهنې وزارت مسوولان وايي چې د ترکیې یو خیریه بنسټ د هېواد په پنځو ولایتونو کې دیني مدرسې جوړوي.

د پوهنې وزارت نن (شنبه، لړم اوومه) پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دغه وزارت او د «ایدیف» په نوم د ترکیې یو خیریه بنسټ د هېواد په پنځو ولایتونو کې د پنځو دیني مدرسو د جوړېدو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

افغانستان له روسیې سره د تېلو، ګازو او غنمو د واردولو تړون لاسلیک کړ

د افغانستان د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي چې له روسیې څخه هېواد ته د تېلو، ګاز او غنمو د واردولو تړون یې لاسلیک کړی دی.

رویټرز خبري اژانس پرون سه‌شنبه د تلې پنځمه د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرس نورالدین عزیزي له قوله راپور ورکړی چې دغه تړون د لنډمهال لپاره لاسلیک شوی دی.

ا.ا د هېواد د درېوو هوايي ډګرونو د مدیریت چارې عربي متحده اماراتو ته وسپارلې

د اسلامي امارت سرپرست حکومت د عربي متحده اماراتو له «ګاک» شرکت سره د هېواد د درېوو هوايي ډګرونو د تنظیم او مدیریت تړون لاسلیک کړ. دغه تړون نن کابل کې د یوې ناستې پرمهال د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت د مرستیال غلام جیلاني وفا او د عربي متحده اماراتو د «ګاک» شرکت د مدیر ترمنځ لاسلیک شو.

قطر او اندونیزیا افغانانو سره د مرستې لپاره د همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

د قطر د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال شیخ محمد بن عبدالرحمان ال‌ثاني پرون د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرې رتنو لستاري پریانساري سره په دوحه کې کتلي دي. د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ژمنه کړې چې د افغان مېرمنو د نقش په اړه به د نړیوالو ناستو او پروګرامونو د جوړولو په برخه کې اسانتیاوې برابروي.

د اقتصادي ستونزو په هوارېدو به دولتي پوهنتونونو کې زده‌کړې پیل شي

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست نن په کابل کې یوې غونډې ته د خپل څلور میاشتني کاري رپوټ د وړاندې کولو پر مهال وویل چې د اقتصادي او نورو ستونزو له امله په هېواد کې د شاوخوا ۴۰ دولتي پوهنتونونو د زده‌کړو بهیر درېدلی او هڅې روانې دي چې دغه ستونزې هوارې شي.