د چک جمهوریت د خپل هوايي ځواک پیاوړتیا او دفاع لپاره د ۶،۵ میلیارډ ډالرو په ارزښت له امریکا څخه ۲۴«اف۳۵» ډوله جېټ الوتکې پېري.
دا د چک جمهوریت له لوري د دغه هېواد تر ټولو ستر دفاعي تړون دی چې له ناټو سره به یوځای د خپلو ځواکونو پوځي وړتیاوو ته وده ورکړي.
د یاد هېواد لومړي وزیر پیټر فیالا پرون چهارشنبه د سپټمبر ۲۷مه خبریالانو ته وویل چې د « supersonic stealth fighter» الوتکو لومړۍ جوپه به په ۲۰۳۱ کال کې دغه هېواد ته په واک کې ورکړل شي.
د نوموړي په وینا، له دې سره به د یاد هېواد ځواک تر ۲۰۳۵ د یادو الوتکو ۲۴ دانې ولري چې د پوځي موخو لپاره به ترې استفاده وشي.
فیالا وویل: «لومړۍ F-35s به په ۲۰۲۹ کې چمتو شي او زموږ پیلوټان به وروسته په متحده ایالاتو کې له دوی سره روزنه پیل کړي. F-35s به د لسیزو لپاره زموږ د هوايي ځواک تکتیکونه حل کړي.»
د یاد هېواد لومړي وزیر پیټر فیالا همداراز زیاته کړه چې دوی ته دا مهمه ده، څو له خپلو متحدینو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
چک په دې وروستیو کې له امریکا څخه چورلکې هم پېرلي چې ځینې یې د روسیې پر وړاندې جګړه کې اوکراین ته لېږلې دي.