Asset 1SWN

د سپټمبر۱۱ پېښه؛ د افغانستان له شتمني د قربانیانو کورنیو ته غرامت نه ورکول کېږي

wtcattack

د امریکا په نیویارک کې یوې محکمې د سپټمبر ۱۱مې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د افغانستان بانک د کنګل کړل شوې شتمني څخه د ۳.۵ میلیارډ ډالرو د ورکړې غوښتنه رد کړې ده.

د امریکا په منهټن کې قاضي جورج دنیلز ویلي چې د دغه هېواد د قانون له مخې، د افغانستان مخکینی حکومت او خلک د سپټمبر۱۱مې بریدونو کې د اسلامي امارت د مسوولیت بیه باید پرې نه کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دنیلز زیاته کړې چې د یادو قربانیانو کورنیو ته د افغانستان د شتمني یوه برخه ورکول به په دې معني وي چې اسلامي امارت یو قانوني حکومت دی او په وینا یې، کوم چې امریکا یې په رسمیت نه پېژني.

واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته د افغانستان بانک اووه میلیارډ ډالر د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه د نیویارک په یوه بانک کې کنګل کړل شوې دي. له دې وروسته د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې پېښې د قربانیانو کورنۍ له یادې شتمني د غرامت غوښتنه وکړه.

د امریکا ولسمشر جو بایډن په یوه فرمان کې دغه شتمني نیمايي د افغانستان خلکو سره د مرستې لپاره ځانګړې کړه او نیمه یې د سپټمبر ۱۱مې پېښې د قربانیانو کورنیو حقوقي دعوا ته وړاندې کړه.

جورج دنیلز په خپل حکم کې ویلي چې د قربانیانو کورنۍ د غرامت غوښتنه کولای شي، «خو دوی نشي کولای چې دا کار د افغانستان بانک له بودیجې وکړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ملګروملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیراحمد فایق له دغه حکم هرکلی کړی دی. نوموړي پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي: «خوشحاله یم چې له یوه کال هڅو وروسته، زموږ ټیم د افغانستان د کنګل شوې شتمني د ۳.۵ میلیارډ ډالرو د ساتنې دعوا کې بریالی شو.»

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام