Asset 1SWN

امریکا ۷ وژل شویو افغان مېرمنو ته د اتلو ښځو افتخاري جایزه ورکوي

Malalai-p3rqpk3pc634xxfe0cfjrqq4ub35sceunflwpv97zg

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې چې د اتلو ښځو افتخاري جایزه ۷ افغان مېرمنو ته ورکوي. دغو ښځو په ۲۰۲۰ میلادي کال کې خلکو ته د کار پر مهال په هدفي وژنو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بشري حقونو پخوانۍ غړې فاطمه خلیل، د ملي امنیت د جندر برخې مخکینۍ رییسه جنراله شرمیلا فروغ، مریم نورزاد چې په میدان وردګ او بامیان ولایتونو کې یې د قابلې په توګه کار کړی و، په غزني کې د پولیسو پخوانۍ افسره فاطمه رجبي، د بندخونو چارو د تنظیم ادارې پخوانۍ افسره فرشته، ننګرهار کې د انعکاس ټلوېزیون پخوانۍ ویانده ملاله میوند چې شاوخوا درې میاشتې وړاندې ووژل شوه او د ښځو حقونو فعاله فرشته کوهستانۍ هغه ښځې دي چې په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي او ټاکل شوې یاده جایزه ورکړل شي.

د دغو افغان مېرمنو تر څنګ به د بلاروس، میانمار، کامرون، چین، کولمبیا، د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت، ګواتیمالا، ایران، نیپال، سومالیا، اسپانیا، سرېلانکا، ترکیې او ونزوېلا هېوادونو ۱۴ نورې ښځې به هم د اتلو ښځو نړیواله جایزه واخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د کورونا ویروس له کبله به د یادې جایزې د ورکړې مراسم په انلاین بڼه جوړ او ترسره شي.

د اتلو ښځو نړیواله جایزه، هغه جایزه ده چې هر کال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د نړۍ په کچه هغو ښځو ته ورکول کېږي چې د رهبرۍ، اتلولۍ، کار او د نورو لپاره د ځان قربانولو، په تېره د ښځو حقونو په برخه کې یې وړتیا ښودلې وي. دغه پروګرام له ۲۰۱۷ کال راهیسې پیل شوی دی.

د امیندواره ښځو متخصصه ډاکټره نسرین اوریاخېله، د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان ښار ښارواله ظریفه غفاري، ماریا بشیر او مریم درانۍ هغه څلور نورې افغان مېرمنې دي چې په تېرو دورو کې یې دا جایزه ګټلې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام