ا.ا له یوه چینايي شرکت سره د امو سیند د نفتو د استخراج تړون لاسلیک کړ

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور د دغه قرارداد د لاسلیک په اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې د دغه تړون ارزښت د درېوو کلونو لپاره ۴۴۵ میلیونه امریکايي ډالره دی او چینايي شرکت هم کولای شي، له یادې حوزې څخه تر ۲۵ کلونو نفت استخراج کړي.

افغانستان له روسیې سره د تېلو، ګازو او غنمو د واردولو تړون لاسلیک کړ

د افغانستان د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي چې له روسیې څخه هېواد ته د تېلو، ګاز او غنمو د واردولو تړون یې لاسلیک کړی دی.

رویټرز خبري اژانس پرون سه‌شنبه د تلې پنځمه د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرس نورالدین عزیزي له قوله راپور ورکړی چې دغه تړون د لنډمهال لپاره لاسلیک شوی دی.

ا.ا د هېواد د درېوو هوايي ډګرونو د مدیریت چارې عربي متحده اماراتو ته وسپارلې

د اسلامي امارت سرپرست حکومت د عربي متحده اماراتو له «ګاک» شرکت سره د هېواد د درېوو هوايي ډګرونو د تنظیم او مدیریت تړون لاسلیک کړ. دغه تړون نن کابل کې د یوې ناستې پرمهال د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت د مرستیال غلام جیلاني وفا او د عربي متحده اماراتو د «ګاک» شرکت د مدیر ترمنځ لاسلیک شو.

د دوحې هوکړه‌لیک عملي کېدو ته هیله‌مندي؛ سرغړونې به یې ناوړه پایلې ولري

له نن څخه دوه کاله وړاندې د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د دوحې تړون لاسلیک شو. له هغه وخت راهیسې دواړه لوري پر یو بل تورونه لګوي چې تړون کې پر شویو هوکړو عمل نه کوي. د شنونکي په وینا، که امریکا او اسلامي امارت دې تړون ته ژمن پاتې نشي، پایلې به یې ناوړې وي

د کونړ د ځنګلونو وهل او قاچاق؛ طالبان یې باید مخه ونیسي

سره له دې چې له تېرو څو ورځو راهیسې په خواله رسنیو د کونړ د ځنګلونو وهل کېدو او قاچاق په تړاو اندېښنې مطرح کېږي، د کونړ یو‌شمېر اوسېدونکي هم وايي، په دغه ولایت کې د ځنګلونو وهل دوام لري او له طالبانو غواړي چې مخه یې ونیسي. د کونړ اوسېدونکي له طالبانو غواړي چې د ځنګلونو د وهلو او د قاچاق مخینوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.