Asset 1SWN

د شمالی کوریا مشر: د روسیې مقدسه جګړه کې مرستې ته اماده یم

1200x0

د شمالي کوریا مشر کېم‌جونګ اون د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته وړاندیز کړی چې د روسیې جګړه کې هر راز مرستې ته اماده دی.

کېم‌جونګ اون له ولادیمیر پوتین سره د لیدنې پر مهال نوموړي ته وړاندیز کړی چې د خپل هېواد امنیتي ګټو دفاع لپاره چمتو دی چې د «روسیې مقدسې» جګړه کې دغه هېواد سره مرسته وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاته کړه چې پیونګ‌ یانګ به تل د «امپریالیزم ضد» محاذ کې د مسکو ترڅنګ ولاړ وي او د خپل هېواد د «بشپړ او نامشروط ملاتړ» یې وړاندیز یې کړی دی.

د شمالي کوریا د مشر کېم‌جونګ اون دغه څرګندونې داسې مهال دی چې نوموړی او پوتین د روسیې په یوه لرې پرته سیمه امور کې د «ووستوچني کاسموډرووم» فضايي مرکز ته تللي دي.

د الجزیرې خبري شبکې د راپور پر بنسټ، روسیې لېوالتیا لري چې د اوکراین پر وړاندې جګړه کې له شمالي کوریا د توپونو مرمۍ وپېري او شمالي کوریا بیا خوراکي او سوند توکو سربېره، عصري ټکنالوژۍ ته اړتیا لري.

د شمالي کوریا او روسیې ترمنځ د وسلو تړون په اړه د امریکا په ګډون یو‌شمېر هېوادونو تند غبرګون ښودلی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

په دې لړ کې امریکا خبرداری ورکړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د وسلو هر ډول تړون به د ملګروملتونو د امنیت شورا له پرېکړه لیکونو سرغړونه وي او پر دواړو هېوادونو به نور بندیزونه ولګوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام