Asset 1SWN

اسلامي امارت په افغانستان کې د امریکايي وسلو د پېر او پلور راپور ناسم وباله

راپور

د افغانستان پر سولې د څار ادارې په دې وروستیو کې د یوه راپور په خپرولو سره ادعا کړې چې په هلمند، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې د امریکايي وسلو بازار تود شوی دی. خو اسلامي امارت دغه راپور ردوي او وايي، سرپرست حکومت د وسلو په ساتلو کې جدي دی او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د وسلو پېر او پلور وکړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي: «اسلامي امارت د افغانستان پر ټوله خاوره کنټرول لري. هېڅوک ان یوه مرمۍ هم نه‌شي پلورلی. ټولې وسلې، تجهیزات او نظامي وسایل د بیت‌المال زېرمو او ډیپوګانو ته لېږدول شوي او په سمه توګه ساتل کېږي. څوک باید په دې اړه اندېښنه ونه لري.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان پر سولې د څار ادارې په دغه راپور کې زیاته کړې چې په افغانستان کې د امریکايي وسلو زېرمتونونه د سیمې هېوادونو کې پېر او پلور ته وړاندې شوي او دا وسلې ښايي د پاکستاني طالبانو لاس ته هم ولوېږي.

د راپور په یوه برخه کې راغلي چې اسلامي امارت له افغانستان څخه پاکستان ته د امریکايي وسلو، لکه M4, M16 او شپني دوربینونو د قاچاق مخنیوي لېوالتیا نه لري.

بلال کریمي دا موضوع هم نه مني او زیاتوي: «د وسلو د قاچاق راپورونه ناسم دي. اسلامي امارت په دې برخه کې سخت چلن کوي او اجازه نه ورکوي، څو وسلې، وسایط او هغه ټول وسایل چې بې‌اصوله او د هېواد په زیان دي، قاچاق شي.»

په همدې حال کې د پوځي چارو شنونکی سرور نیازی که څه هم وايي چې اسلامي امارت د نورو حکومتونو په پرتله د وسلو د قاچاق مخه نیولې، خو زیاتوي: «دا ستونزمن کار دی چې د قاچاق مخه یې ونیول شي؛ ځکه ډېری له همدې لارې پیسې ګټي او همدا یې کار دی. هیله ده چې ا.ا د دغه قاچاق ريښې پیدا کړي او دا ملي پانګه ده.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

خو د پوځي چارو یو بل شنونکی یوسف امین ځاځی بیا اندېښنه لري، که د افغانستان پوځي وسایل د باندې قاچاق شوي وي، په راتلونکي کې به بېرته هېواد او خلکو ته په سرخوږي بدل شي. نوموړی هم ټینګار کوي چې وسلې او نور نظامي تجهیزات د افغانانو مال دی او ا.ا یې باید د قاچاق مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو چې پرافغانستان د اسلامي امارت له بیا ځل واکمنېدو وروسته ګڼ‌شمېر جګړه‌یيز او پوځي تجهیزات بهر ته قاچاق شوي، خو اسلامي امارت تل دغه راپورونه رد کړي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام