Asset 1SWN

م.جاهد: داعش په افغانستان کې د جنګیالیو د جذب فرصت نه لري

Arg-111-pk7oi9famco1wx3xvehdhd2y92exmjwu65tem8q3d4

که څه هم ا.ا وايي چې په افغانستان کې یې د داعش ډلې پټن‌ځایونه له منځه وړي، خو دې ډلې اوس هم د افغانستان په اړه د نړیوالو یوه مهمه اندېښنه شمېرل کېږي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تازه په یوه راپور کې ادعا کړې چې داعش ډله په افغانستان کې د جنګیالیو پر جذب لګیا ده او په بهرنیو ډلو او د ا.ا په ناراضه غړیو کې یې پر لابي کولو تمرکز کړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د داعش د خراسان څانګې د مشر ثناالله غفاري د ژوندي پاتې کېدو، په کونړ ولایت کې یې د حضور احتمال او دا چې دا ډله افغانستان کې پرمختللیو وسلو ته لاسرسی لري، دوه هغه نور موارد دي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راپور کې یې یادونه شوې ده.

«د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ د غړیو په جذبولو بریالۍ شوې او ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د انصارالله او جماعت‌الاحرار څو قوماندانان هم له داعش سره یوځای شوي دي.»

خو اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دغه راپور جزیات نه مني او وايي، ښايي دغه راپور له ناسمو سرچینو او معلوماتو څخه په ګټې اخیستو چمتو شوی وي.

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد په هېواد کې د داعشیانو د مهارولو لپاره د سرپرست حکومت جدیت ته په اشارې ټینګار کوي چې دا ډله اوس په افغانستان کې د جنګیالیو جذبولو فرصت او امکان نه‌لري.

نوموړي سلام‌وطندار ته ویلي: «موږ دا ادعا ردوو. داعشیان په افغانستان کې ناوړه حالت لري. هغوی د دې فرصت نه لري چې جنګیالي جذب کړي یا هم فعالیت وکړي. هېڅ ځای یې په لاس کې نشته او په هېڅ ځای کې خوځښت او فعالیت نه‌شي کولای. د ا.ا ځواکونه یې پر وړاندې ولاړ دي او هغوی یې د ورکېدو ګواښ سره مخامخ کړي.»

په همدې حال کې د نظامي چارو شنونکی صادق شینواری پر دې باور دی چې په افغانستان کې له داعشیانو پېښ ګواښونه جدي دي او مهارول یې د سیمې او نړۍ په کچه اجماع ته اړتیا لري.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه زیاتوي: «داعش ډله نه یوازې په تېر کې د افغانستان امنیت او ثبات ګواښه، بلکې اوس او په راتلونکي کې هم یو ګواښ دی. داعشیان د سیمې او نړۍ لپاره هم یو ګواښ ګڼل کېدای شي او مهارول یې سیمه‌يیزې او نړیوالې اجماع ته اړتیا لري.»

د یادونې ده چې اسلامي امارت تر دې وړاندې هم د هېواد په یوشمېر سیمو کې عملیات کړي او ویلي یې دي چې د دغو عملیاتو په پایله کې یې د داعش غړي او پټن‌ځایونه له منځه وړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام