د بشري مرستو په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس په افغانستان کې د سختې لوږې له امله خبرداری ورکړی دی.

مارتین ګریفیټس له اسوشیټډپرس سره په یوې مرکه کې ویلي، په افغانستان کې له پنځه کلنۍ څخه د کم عمر لرونکو ماشومانو نیمايي د سختې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغه په وینا، د خوړو نړیوال پروګرام اوس په افغانستان کې څلور میلیونه کسانو ته د خوړو توکي برابروي. خو د ملګرو ملتونو د وړاندوینو له مخې، ښايي دغه شمېر په راتلونکي ژمي کې د کمزوري اقتصاد له امله درې برابره شي.

په ورته مهال ګریفیټس ویلي، د بېلابېلو لاملونو له کبله د افغانستان د خلکو اړتیاوې ډېرېدي او خلک په کافي اندازه خواړه نه لري او نه پوهېږي چې سبا چېرته خواړه پیدا کړي.

ګریفیتس له اروپايي هېوادونو او امریکا څخه غوښتنه کوي، هغه پیسې چې په افغانستان کې د پراختیايي پروګرام له لارې مصرفوي، د بشري مرستو پروګرام ته دې ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل پرون له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه، څو د افغانستان بانک کنګل شوې شتمنۍ دې ازادې کړي. هغه وویل دغه شتمني د افغانستان ملت پورې تړاو لري او کنګلول یې د ټولو نړیوالو اصولو او قوانین خلاف عمل دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه څرګندونې په داسې مهال مطرح کېږي چې اوس مهال افغانستان په خراب اقتصادي وضعیت کې دی او د طالبانو له واکمنېدو راهیسې ګڼ‌شمېر افغانانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او د ژمي په رارسېدو سره د هېواد نیمايي وګړي له سختې لوږې سره مخ دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام