Asset 1SWN

غزني کې یوشمېر روږدو کسانو له درملنې وروسته بیا نشې ته مخه کړې

IMG-20230220-WA0082

غزني کې پر نشه‌یي توکو یوشمېر روږدي کسان وايي، له درمنلې وروسته یې بیا د نشه‌يي توکو کارونې ته مخه کړې ده. د دوی په وینا، له یوې خوا نشه‌يي توکو ته ښه لاسرسی لري او بله‌خوا حکومت ورته د کار اسانتیاوې برابرې نه کړې؛ نو ځکه بیا پرې اخته شول.

راضیه چې د غزني ښار اوسېدونکې ده وايي، له تېرو پنځو کلونو راهیسې نشه‌يي توکي کاروي او دې موده کې یې دوه ځله دا نشه پريښې، خو بیا پرې اخته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي: «سږ کال پنځه کاله پوره کېږي. په دغو پنځو کلونو کې مې دوه ځله پرېښوده، بیا هم پر دې ناروغي اخته شوم. خاوند ته به مې ویل چې دباندې یې وڅښوه، تل‌خونه کې یې وڅښوه، نه یې منله؛ نو ځکه ونه توانېدم چې پرې یې ږدم.»

رضا بیا په غزني کې د یوه روږدي ورور دی. هغه وايي، ورور یې څو ځله له نشه‌یي توکو مخ واړوه، خو دا چې نشه‌یي توکو ته یې لاسرسی اسانه و، بیا پرې اخته شوی دی.

«درې ځله مو دا سړی بستر کړ، بیا له یوه کال دوو کلونو ځنډ وروسته پرې اخته شو او نشه‌يي توکي به یې څښول. موږ له اسلامي امارت څخه هیله لرو چې د نشه‌يي توکو پلورونکي کنټرول کړي او د نشه‌يي توکو د پلور مخه ونیسي.»

په همدې حال کې د غزني د عامې روغتیا رییس رسول‌خان نظري وايي، حکومت او د روږدو کسانو کورنۍ باید د نشه‌يي توکو له کارولو را ګرځېدونکو کسانو ته د کار اسانتیاوې برابرې کړي، څو بوخت شي او بیا پر دې ناروغي اخته نه‌شي.

د یادونې ده چې د غزني د امنیې قومانداني د معلوماتو پر بنسټ، اوس دغه ولایت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون، شاوخوا ۱۱۳ زره کسان پر نشه‌يي توکو روږدي دي. د غزني د امنیې قومانداني له نشه‌يي توکو سره د مبارزې مدیر قاري ګل‌محمد په دې اړه سلام‌وطندار ته وویل:

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

«۲۸۵ ښځینه پر دغه عمل اخته دي، ۸۵ ماشومان او ۲۵۶۰ هغه کسان پر نشه‌يي توکو اخته دي چې کورونه نه لري. ۵۶۰۰ کسان ډېر ژور او ۲۵۰۰۰ نور په منځنۍ کچه پر نشه‌يي توکو اخته دي، خو ۸۰۰۰۰ نور بیا عادي معتادان دي.»

وزګارتیا، په عام بازار کې د نشه‌يي توکو پلور او پېر او په سم ډول پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو نه درملنه هغه لاملونه ګڼل کېږي چې لا هم هېواد کې د ښځو او ماشومانو په ګډون، سلګونه زره کسان نشه‌يي توکي کاروي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام