Asset 1SWN

اسلامي امارت د نشه‌يي توکو د قاچاق زیاتېدو په اړه د تاجکستان د ولسمشر څرګندونې رد کړې

52c7904e-2617-42dd-80ff-58b5eaddd299_16x9_600x338-610x380

د تاجکستان ولسمشر امام‌علي رحمان د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، له افغانستانه د نشه‌یي توکو قاچاق په بې‌سارې توګه زیات شوی دی. د نوموړي په وینا، د تاجکستان سرحدي ځواکونو په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان سره پر پولې له لسو ټنو ډېر نشه‌یي توکي نیولي دي.

هغه زیاته کړې: «په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان له خاورې د نشه‌يي توکو قاچاق څو برابره زیات شوی. د تاجکستان واکمنو چارواکو په دې موده کې له دغه هېواد سره پر پولې لس ټنه نشه‌يي توکي نیولي او دا د تېرو کلونو په پرتله څو برابره زیات دي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خو د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد د تاجکستان د ولسمشر دا څرګندونې ردوي او وایي، د اسلامي امارت له واکمنېدو سره له افغانستانه بهر ته د هر ډول نشه‌يي توکو د قاچاق مخه نیول شوې او په بشپړ ډول یې په هېواد کې د ورکولو لپاره سخته مبارزه روانه ده.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډېکر پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې په دوحه کې د اسلامي امارت له یوه پلاوي سره لیدلي دي.

د ډېکر په خبره، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د نشه‌یي توکو د له منځه وړلو پر متقابلو اندېښنو، دوه‌اړخیزو مسایلو، د افغانانو پر ملاتړ، د نشه‌يي توکو د تولید پر مخنیوي، د روږدو پر درملنې او د نشه‌يي توکو پر بدیل کښت یې خبرې اترې کړې دي.

په ورته وخت کې د نړیوال امنیت شنونکي وايي، اسلامي امارت تر یوه بریده په هېواد کې د کوکنارو د کښت او قاچاق په مخنیوي کې بریالی شوی، خو په وینا یې، لا هم په هېواد کې د نشه‌یي توکو کښت شته او په بشپړه توګه یې د له منځه وړلو لپاره سیمه‌ييزې همکارۍ ته اړتیا ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نړیوال امنیت شنونکی سیدمقدم امین زیاتوي: «د تېرو دوو کلونو پر مهال د کوکنارو د کښت او قاچاق مخنیوي برخه کې جدي مبارزه وشوه. هېڅوک یا ډله په ښکاره ډول دغه کار نه‌شي کولای، خو لا هم په نړیواله کچه د یوې ستونزې په توګه یادېږي او اړتیا ده چې د ورکولو لپاره یې د سیمې په کچه ګډه مبارزه وشي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو له نشه‌یي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې په یوه راپور کې ویلي و چې افغانستان په نړۍ کې د متامفتامین تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد دی او ګاونډیو هېوادونو ته د دغو توکو قاچاق نږدې ۱۲ سلنه ډېر شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام