اسلامي امارت د نشه‌يي توکو د قاچاق زیاتېدو په اړه د تاجکستان د ولسمشر څرګندونې رد کړې

د تاجکستان ولسمشر امام‌علي رحمان د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، له افغانستانه د نشه‌یي توکو قاچاق په بې‌سارې توګه زیات شوی دی.
د نوموړي په وینا، د تاجکستان سرحدي ځواکونو په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان سره پر پولې له لسو ټنو ډېر نشه‌یي توکي نیولي دي.

پروان کې پر شري ناروغي د اخته کسانو شمېر ۸۲ سلنه زیات شوی

د پروان اوسېدونکې نازنین هغه مور ده چې ماشوم یې پر شري ناروغي اخته شوی او له پنځو ورځو راهیسې د دغه ولایت په سل بستریز روغتون کې بستر دی. هغه وايي، دا چې خاوند یې د بچیانو د واکسینولو اجازه نه‌ده ورکړې او همدا لامل دی چې پر شري اخته شوی دی.

هرات ښار کې د کارګرو ماشومانو د شمېر زیاتېدو په اړه اندېښنې

د هرات ښار یو‌شمېر اوسېدونکي دغه ښار کې د کارګرو ماشومانو د شمېر زیاتېدو په اړه د اندېښنې ترڅنګ وايي چې هرات ښار کې ګڼ‌شمېر ماشومان پر درنو کارونو او د «کباړ» پر راټولولو بوخت دي. یوشمېر دغه کارګر ماشومان بیا وايي، د اقتصادي ستونزو او بې‌وزلي له امله اړ دي چې درانه کارونه وکړي.

هلمند کې د رواني ناروغیو له امله د ځان وژنې پېښې زیاتې شوي

واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته د هېواد د ډېری سیمو په څېر هلمند ولایت کې هم وزګارتیا او اقتصادي ستونزې ډېرې شوي چې خلک یې په ژور خفګان او رواني ستونزو اخته کړي دي.

د هلمند ولایت اوسېدونکي وايي، په دې وروستیو کې د وزګارتیا او اقتصادي ستونزو له امله پر رواني ناروغیو د اخته کسانو د ځان وژنې پېښې زیاتې شوې دي.

فراهیانو د خُرما باغونو جوړولو ته مخه کړې

د فراه يو شمېر اوسېدونکي او سيمه‌ييز مسوولان په دغه ولايت کې د خُرما د ونو د روزلو او د زياتوالي خبر ورکوي. دوی وايي، د فراه اقلیم د خرما د ونو د کېنولو لپاره ښه دی او په وروستیو کلونو کې په دغه ولایت کې د خُرما لسګونه باغونه جوړ شوي دي.